CRI Online

د امريکا بېلا بېلې ټولنې د فو يا په شان د چيني تصديو د لا زياتو پانګونو هرکلی کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-09 15:50:02

د امريکا په اوهيو ايالت کې د فو ياو په نامه د چين د ښيښې جوړولو شرکت د دېتون فابريکه ډېر شهرت لري. د دغه ايالت پارلماني غړيو او د دېتون ښار اوسېدونکو په جلا توګه څرګنده کړه چې په امريکا کې د فو ياو فرعي شرکت د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي او اوهيو ايالت به په دوامداره توګه د دغه شرکت پرمختګ ته ملاتړ برابر کړي.

څو ورځې دمخه زموږ خبريال د اوهيو ايالت په دېتون ښار کې د فو ياو د ښيښې جوړولو شرکت له فابريکې څخه ليدنه کتنه وکړه. د فو ياو په نامه د موټر ښيښې جوړولو ډېر مشهور شرکت چې مقر يې د چين په فو جيان ولايت کې پروت دی، په ۲۰۱۴ کال کې د دېتون ښار په مورېن سيمه کې زياتې پانګونې کړې او يوه فابريکه يې جوړه کړې ده. تر اوسه پورې په دېتون ښار کې د دغه شرکت لخوا د اچول شويو پانګو اندازه ۷۰۰مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، کابو ۲۴۰۰ تنه ځايي کارکوونکي ګمارل شوي او دغه ايالت ته څه باندې ۶۰۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د اوهيو ايالت پارلماني غړي نيراج انتاني څرګنده کړه چې د فو يا شرکت دېتون ښار ته نوی پرمختګ او اميد راوړې ده.

د دغه شرکت تر ټولو مهم خدمت دا دی چې زيات شمېر ځايي اوسېدونکي ګمارل کېږي او لوړ معاش ورته برابرېږي. له يادې فابريکې څخه د ګټې اخيستنې په دغو څو کلونو کې د کارکوونکو معاش تر ډېرې اندازې پورې لوړ شوی دی. اوس د دېتون ښار کابو ۲۴۰۰ کورنۍ د فو ياو شرکت لخوا د برابر شويو کاري فرصتونو په اتکا ژوند کوي. دغه راز د دېتون ښار په مورېن سيمه کې ۲۴۰۰ تنه ماليات ورکوونکي زيات شوي دي. دغه سيمه د General Motors ډلې د ځايي فابريکې تر تړل کېدو وروسته د پرمختګ په لار کې له زياتو خندونو سره مخامخ شوه، خو فو ياو شرکت دلته نوې اميد راوړې ده. د دې تر څنګ د زياتو ځايي اوسېدونکو د ګمارل کېدو له امله زموږ په ايالت کې مصرفي اندازه هم زياته شوې ده. دغه راز د ايالت او ښار حکومتونو له دې امله لا زيات ماليات پيدا کړي دي. نو ځکه زما په اند په امريکا د فو ياو فرعي شرکت پرمختګ له امله نه يوازې چينايانو، بلکې امريکايانو ته زياتې ګټې رسېدلې دي چې دا د امريکا او چين ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ يوه بريالۍ نمونه ده.

نوموړي زياته کړه چې په سوداګريزه برخه کې د امريکا او چين ترمنځ اوسني توپيرونه د امريکا د فو ياو په شان له چيني تصديو څخه د امريکا د ځايي حکومتونو پر ملاتړ هېڅ اغېزه و نه کړي.

په امريکا کې د فو ياو فرعي شرکت په ټوله نړۍ کې د موټر ښيښې جوړولو تر ټولو لويه فابريکه لري. د دغه شرکت عمومي مېنيجر ښاغلي ليو داو چوان څرګنده کړه چې په امريکا کې د خپل شرکت د برياليتوب تر ټولو عمده لامل په نړيوال بازار کې د دغه شرکت د سيالۍ پياوړې وړتيا ده. برسېره پر دې، دغه شرکت د توليدي کرښې د اتوماتيک بهير د بشپړولو، په څېړنيزو چارو کې د لا زياتو پانګو د اچولو او د کارکوونکو د روزلو له لارې خپل توان پياوړی ساتل کېږي. فو ياو دغه فرعي شرکت اوس په ځايي سيمه کې يوه عمده تصدي ګرځېدلې ده.

دوی موږ ته اړتيا لري. زموږ راتګ ځايي اوسېدونکو ته نوی پرمختګ راوړی دی. له ۳ کلونو راهيسې موږ ډېرې زياتې لاسته راوړنې پيدا کړې او راتلونکې به لا نور هم ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای