CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د غبرګ ۱۱ د سودا نړيوال فېستيوال يو ځل بيا نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-11-21 15:31:57

د ۲۰۱۹ کال لپاره د غبرګ ۱۱ د سودا نړيوالي فېستيوال د نومبر د ۱۱مې نېټې له صفر بجې څخه شروع شو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مصرفوونکو د شيانو په لا لهاندې اخيستنې پيل وکړ. د دغې لا لهاندې ورځې د پيل په لومړيو ۶۳ دقيقو او ۵۹ثانيو کې د چين د Tmall انلاين دوکان معاملوي ارزښت له سل مليارډو يوانو څخه اوښتی و. د همدې ورځې د شپې تر ۱۰ بجو او ۵۵ دقيقو د چين د JD په انترنېټي ډګر کې د شويو معاملو ارزښت ۲۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی و. د چين د Suning شرکت په بېلا بېلو سوداګريزو ډګرونو کې د سپارښتنو عمومي شمېر د تېر کال په پرتله ۷۶٪ زيات و چې له دې جملې څخه د 5G ګرځنده تليفونونو د پلورلو اندازه ۴۵۹٪ لوړه شوې ده. دغه راز د PDD په انترنيټي سوداګريز ډګر کې د چين د بېوزلو سيمو لخوا د کرنيزو توليداتو د پلورلو اندازه ۲۲۰٪ زياته شوې وه.

نو غبرګ ۱۱ د سودا نړيوال فېستيوال څه شی دی؟ څه معنی نه لري؟ د پروګرام په دغې کړۍ کې به زه سپوږمۍ تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړم.

( لومړی اواز)

د غبرګ ۱۱ په ورځ کې مې د کال تر نورو ورځو نه زيات شيان واخيستل. هر کال په دې ورځ زيات توکي اخلم، عادت مې ګرځېدلی.

د نومبر په ۱۱مه نېټه ټولو شيانو ته لوی تخفيف ورکول کېږي، نو ځکه زيات توکي اخلم.

هر کال په دې ورځ کې له انترنيټ نه د ژوند ضروري شيان اخلم.

د هر کال د نومبر (۱۱مې مياشتې) په ۱۱مه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو سوداګريزو ويبپاڼو کې د لويې پيمانې سوداګريز خرڅلاو او اړوند فعاليتونه تر سره کېږي چې نوم يې د "غبرګ ۱۱" د سودا نړيوال فېستيوال دی. دغه نړيوال فېستيوال په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د چين تر علي بابا ګروپ لاندې د Tmall په نامه د يوې سوداګريزې ويبپاڼې لخوا پيل شوی. نو هر کال د نومبر په ۱۱مه نېټه د Tmall لخوا د شويو معاملو عمومي ارزښت خورا د پاملرنې وړ وي. د ۲۰۱۹ کال د نومبر د ۱۱مې نېټې د شپې د ۱۱ بجو تر ۵۹ دقيقو او ۵۹ ثانيو پورې پر دغې سوداګريزې ويبپاڼې د دغې ورځې د شويو معاملو عمومي ارزښت ۲۶۸ مليارډو او ۴۰۰ مليونو يوانو ته رسېدلی او يو ځل بيا يې نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړ. د يو لړ شمېرو له مخې، چيني مصرفوونکي د چيني توليداتو تر څنګ د جاپان، امريکا، کوريا جمهوريت، استراليا او جرمني له توليداتو سره ډېر خوښوي او تر ټولو د خوښۍ وړ توليدات یې غذايي خوراکونه، د ښکلا ماسک، د ماشومانو لپاره پوډري شيدې، د مخ لپاره د ښکلا توکي او داسې نور. د چين د علي بابا ګروپ د بورډ مشر او اجرائيه رئيس ښاغلي جانګ يونګ څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

زما لپاره تر ټولو د پاملرنې وړ معاملوي ارزښت نه دی، بلکې تر شا يې زموږ تخنيکي ملاتړ دی. په هره ثانيه کې زموږ په سيستمونو کې څومره معاملې تر سره کېږي چې د پيسو په تګ راتګ او د توکو په لېږد رالېږد کې کومه ستونزه نه رامنځته کېږي. يوازې په قوي تخنيکي ملاتړ سره ګرد سوداګريز سيستم روانېدای شي. په پرمختللي تکنالوژۍ هر ډول امکانات راوړل کېږي.

تر علي بابا ګروپ لاندې د Lazada په نوم يوه بله سوداګريزه ويبپاڼه ده چې په تايلنډ، اندونيزيا او ماليزيا کې تر نورو سيالانو نه زيات ځايي مصرفوونکي راجلبوي او په جنوب ختيځه اسيا کې تر ټولو لوی انترنيټي دوکان بلل کېږي. د دغې ويبپاڼې د اړوندو شمېرو له مخهې، د ميندو او ماشومانو اړوند توکي، ګرځنده تليفونونه، تبليټ کمپيوترونه او کوچني کورني ماشينونه د ځايي مصرفوونکو تر ټولو د خوښۍ وړ توليدات دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ څېړنيز انستيتوټ څېړونکي جونګ مي دې ته اشاره وکړه چې د سږ کال د غبرګ ۱۱ د سودا له نړيوال فېستيوال څخه د بهرنيو بازارونو رنګا رنګ پرمختيايي ځانګړتياوې ښکاري.

زما په نظر روان کال د برېتانيا په شمول د ځينو هېوادونو معاملوي ارزښت په چټکۍ سره زيات شوی دی. د بېلګې په توګه په نوې زيلانډ کې سږنۍ چټکتيا د استراليا په پرتله لا هم لويه ښکاري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای