CRI Online

د لسو غوره کلبونو انتخاب

cri     (GMT+08:00) 2011-06-01 12:25:07
٢٠١١ کال د چين نړيوالې راډيو د جوړېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی او د دې راډيو د اورېدونکو لومړی کلب د جوړېدو له پنځوسمې کليزې سره هم برابر دی چې په جاپان کې د بېجينګ راډيو د اورېدونکيو کلب نومېږي. اوس په نړۍ کې زموږ د راډيو د اورېدونکو د کلبونو شمېر ٣١٦٥ ته رسيږي چې پکې د ويبسايټونو استعمالوونکي سازمانونه هم شامل دي. دوی د ډېرو کلونو راپدې خوا په بېلا بېلو هېوادونو کې د چيني هنر، کلتور د خپرېدا او د چين په اړه د نورو هېوادونو خلکو ته د مالوماتو لېږدولو پوهاوي او پېژندنې د پياوړتيا په برخه کې فعال پرله پسې رول لوبولی دی.

د چين نړيوالې راډيو د جوړېدو اويايمې کليزې د يادونې پر مهال او په نورو هېوادونو کې د اورېدونکو کلبونو د پرمختګ د پرمخبيولو لپاره، زموږ راډيو به د روان کال له جون څخه تر دسمبر پورې د اورېدونکو د لسو غوره کلبونو ټاکلو کارونه ترسره کړي. دغه فعاليت به د چين نړيوالې راډيو په يو شپېتو بېلا بېلو ژبو د راډيو او انټرنېټ شبکې له لارې اورېدونکو ته وړاندې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای