CRI Online

په شان شي ولايت کې د چينچيانګ نومي ځايي اوپرا پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2013-01-29 17:36:40

د ژمي موسم د يوې ورځې سهار د شان شي ولايت د باو جي ښار په يو باغ کې ډنډ کنګل شو، خو په دومره سړه هوا کې د چينچيانګ اوپرا ګڼ شمېر مينوال لا هم په باغ کې راغونډ شول او په جګ اواز دغه لرغونی اوپرا وويله. په باو جي ښار کې دغسي باغونه له لسو نه زيات دي.

چينچيانګ اوپرا چې اواز يې ډېر نيغ او زيږ دی، د شان شي، ګان سو او چينګهای ولايتونو په ګډون د چين په شمال لويديځ کې مروجه ده. څرنګه چې د چينچيانګ اوپرا هنري ځانګړيتوب د اوسنی ژوند له ګړندي ريتم او أهنګ سره مناسب نه دی، نو هغه ځوانان چې په رښتينۍ توګه له دغې اوپرا سره مينه لري، ډېری نه دي او يوازی زاړه کسان لا هم د چينچيانګ اوپرا عمده اورېدونکي دي. د شان شي ولايت د اوپرا څيړنيز ايستيتوټ مشرې دای جينګ وويل،

(( يوازی هغه کسان د چينچيانګ له زيږ اواز څخه خوند اخيستی شی چې د ژوند د ډېرې تجربې خاوندان او عمرونه يې زيات وي. نو زما په اند دا عادي کار دی چې ځينی ځوانان له اوپرا سره علاقه نلري، خو د ژوند د تجربو او عمرونو د زياتوالي سره سم به طبعأ له دغه ډول قديمي اوپرا سره ددوي علاقه زياتېږي . زما نظر دا دی چې له چينچيانګ سره د ځينو ځوانانو بې علاقګی د منلو وړ ده، خو يوازی دا چې چينچيانګ اوپرا د شمال لويديځ په پراخې ځمکی کې مروجه وي ، ډيری مينوال به راجلب کړي ، په بله ژبه جذابيت به يې ورو ورو د خلکو په وينو کې نفوذ وکړي.))

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کيدو وروسته د چټک ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او د ټلويزيون او انټرنيت د عموميت سره سم، د پاپ موسيقي ، فلم او ډرامې په شمول رنګا رنګ هنري ډولونه د نندارې له بازارونو څخه ډک دي. له يوې خوا نن ورځ د خلکو په ژوند کې ډېری هنري ډولونه انتخابېږي، له بلې خوا د شينجيانګ په ګډون زياتې ځايي اوپراګانې د ودې په بهير کې له زياتو ستونزو سره مخامخې دي ، د بېلګې په توګه د نندارې فهرست کمبود، د هنري ډلو ستونزې او د نندارچيانو کمښت په يوه موده کې د چينچيانګ اوپرا د پرمختګ خنډونه وو.د چينچيانګ د بيا سمسورتيا څرنګوالی د ځايي حکومت او د نندارې ډلو په وړاندې يوه غټه مسئله بلل کيږي.

د چينچيانګ زياتره نندارچيان ډيری عمرونه او کم عايد لری او نه غواړي د چينچيانګ اوپرا د کتلو لپاره تياتر ته لاړ شی. د ياد حالت په مقابل کې د باو جي ښار د اوپرا ډله د هرې يکشنبې په ماښام د نندارې ټکټونه په ټيټه بيه خرڅوي او د ٣٠ تنو کليوالو کارګرانو ته وړيا ټکټونه ورکوي. د نوموړې ډلې لوبغاړي چن جه چوان وويل،

(( ياد فعاليت د ٢٠١٢ کال د مارچ په مياشت کې پيل شو . موږ په دې هڅه کې يو چې د ټکټونو بيې د ټيټوالي له لارې د چينچيانګ لا زيات مينوال راجلب کړو. په سر کې نتيجه ښه نه وه، د دوی په اند لس يوانه ټکټ لا هم ګران و. نو پريکړه مو وکړه چې د ټکټ بيه پنځه يوانو ته ټيټه شی . د ټيټې بيې له امله موږ لا هم ګټه ترې نه شوه اخيستې، خو موږ خپلو کوششونو ته دوام ورکوو، ښايي چې څو کاله وروسته يا په راتلونکي کال کې ګټې واخلو. ))

په رښتينۍ توګه د ټکټ بيې د ټيټېدو له امله ګڼ شمېر چينچيانګ مينوال راجلب شوي دي، په عين وخت کې د باو جي ښار د اوپرا ډله هر کال دېرش ځله په وړيا توګه کليوالو ته ننداره کوي، که څه هم د نندارې چاپيريال او شرايط ښه نه دي، خو لوبغاړي لا هم په تودو احساساتو ننداره کوي . د ٢٥ کلن ځوان لوبغاړي لي تای له چينچيانګ سره ډېره مينه لري، هغه وويل چې که څه هم اوس مهال معاش يې زيات نه دی، خو هغه غواړي چې د ځوانتوب په موده کې خپل خوب ترسره کړي. په کليو کې د نندارې په ترڅ کې د ستونزو د يادونې په وخت کې هغه وويل،

(( يو ځل د نندارې په ترڅ کې د سخت باد له امله د صحنې چت ونړېده ، خو د صحنې له بيا ترتيب وروسته مو نندارې ته دوام ورکړ. ))

په منځنۍ توګه په کليو کې د هرې نندارې نندارچيان درې زره تنو ته رسيږي، د نندارچيانو تودو احساساتو لوبغاړو ته هڅولي دي.

د چينچيانګ اوپرا د راتلونکی پرمختګ په هکله، د شان شي ولايت د اوپرا څيړنيز ايستيټوټ مشرې دای جينګ وويل،

(( اوسنی حالت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی، ځکه چې د دوديز کلتور د زړه کړې توده څپه رامنځته شوې ده ، نو دوديز کولتور بيا د زياتو خلکو لخوا ومنل شو . ))

د خلکو علاقه او مينه، د حکومت ملاتړ، د نندارې ډلې د پرمختګ او د اوپراګانو د نوښت او د لوبغاړو د هڅې ، يوه خبره ده چې د دغو شرايطو د موجوديت له امله موږ باور لرو چې د چينچيانګ اوپرا د پرمختګ پسرلی به حتمأ ژر راورسيږي.

اړوند عکسونه


1 2 3 4 5 6
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای