CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ تاريخي تګ راتګ(۳)

cri     (GMT+08:00) 2016-08-26 10:05:44

راهب فا شيان

راهب شيوان ځانګ

د اکثرو تاريخپوهانو په اند، بودايي مذهب له هند نه د افغانستان له لارې چين ته خپور شوی دی. د چين په تاريخ کې دوه نامتو بودايي راهبان ((فا شيان)) او ((شوان ځانګ)) په ۳۹۹ او ۶۲۷ ميلادي کال کې په جلا جلا توګه د بودايي زده کړې لپاره د افغانستان له لارې هند ته تللي دي.

د تانګ سلسلې مشهور بودايي راهب شوان ځانګ هند ته په خپله لار کې د اوسني افغانستان په شمال بلخ ښار، غزني، باميان، هندکوش غره او د اوسني افغانستان ختيځې برخې ته سفر کړی او له هند نه چين ته د بېرته راتګ په لاره کې هم واخان دهليز ته تللی دی. چين ته تر بېرته راتګ وروسته شوان ځانګ او د ده زده کوونکو لويديځې سيمې ته د ستر تانګ سفرنامه تر سرليک لاندې يو کتاب ليکلی چې پکې په منځنۍ او جنوبي اسيا کې د جيالوژيکي، تاريخي او کلتوري دودونو په اړه زيات معلومات موندل کېږي.

په دغه ستر کتاب کې د افغانستان په باميان سيمه کې د دوو بودايي مجسمو په اړه هم څه ريکارډ شوي دي. د دغه کتاب له مخې، ښايي په اوسني باميان کې لا تر اوسه بې ساری بودايي اثار له خاورو نه دي راايستل شوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای