CRI Online

په ښوونيزو چارو کې د چين تجربې د افغانستان لپاره د زده کړې وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 14:19:16
په ښوونيزو چارو کې د چين تجربې د افغانستان لپاره د زده کړې وړ دی

اوس په افغانستان کې د ښوونې د تعميم اندازه په چين کې د تيرې پيړۍ د شپږمې يا اوومې لسيزې په وخت کې حالت ته نژدی دی. زما په يادونه کې يو چيني اصطلاح شته چې وايي: که څه هم ډېر غريب دی، خو په ښوونيزو چارو کې بايد غريب نه وي، که څه هم ژوند سخت دی، خو ماشومان بايد سخت ژوند تير نه کړي. زما په نظر دغه جمله په افغانستان کې له حالت سره سمون لري. نو زه تل په چين کې په تيره بيا په بی وزلو، ليري ځايونو او قومي سيمو کې د ښوونې پرمختګ ته پاملرنه کوم.

په افغانستان کې زيات شمېر ماشومان چې د ښوونې عمر ته رسيدلی، په مکتبونو کې د زده کړې شرايط نه لري، خو د دغه هېواد بيا رغونه او راتلونکی لا زياتو استعداد لرونکو ځوانانو او پوهنې لرونکو کسانو ته اړتيا لري. زه هېله لرم چې د افغانستان حکومت په ښوونيزو چارو کې د چين له تجربو څخه زده کړه وکړي او د افغانو ماشومانو لپاره ښه شرايط جوړ کړي او دا هيله هم لرم چې د چين حکومت د افغانستان له ښوونيزو چارو سره مرسته وکړي. اوس د چين حکومت او شرکتونو په افغانستان کې ځيني ښوونځي جوړې کړې او د کابل په پوهنتون کې د چينايي ژبی درس هم شته، په دې هکله مو له چين څخه ډېره مننه کوم.

اوس په چين کې د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوې غونډې روانې دې. زه باور لرم چې ښوونې يوه دايمی مسئله ده چې د چين د حکومت تر پاملرنې لاندې دی. زه په دې مالوم دی چې د چين په ځينو ليري سيمو او د لږ کيو قومونو په سيمو کې ښوونې لا هم ضعيفې دې، خو د چين حکومت په دې برخه کې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې، نو اړوند کارونه هم ډېر پرمختګ موندلي دي.

په دې هکله ما يوه ليکنه کتلی چې داسي ليکل شوي: د چين د شينجيانګ د اويغور او د نينګ شيا د هوی قوم په خودمختاره سيمو کې حکومتونو د ښوونې سويې د لوړتيا لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي تر څو ماشومان او کوچنيان به د ابتدائيي ښوونځيو، منځنيو ښوونځيو نه وروسته په لوړو ښوونځيو او يا پوهنتونو کې د زده کړې فرصتونه ولري. د لږ کيو قومونو په سيمو کې د ښوونې پرمختګ لا زياتو کارونو او پانګو ته اړتيا لري. د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په دوو غونډو کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړيو خپل وړانديزونه کړي دي. د چين حکومت د لږ کيو قومونو په سيمو کې زياتې پانګې لګولې او د قومي ښوونې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري په تيره بيا په بی وزلو کليو کې کې د ښوونځيو د جوړولو او ترميمولو، د غښتلو ښوونکو او د ښو ښوونيزو سرچينو د شريکولو په چارو کې.

پوهنې برخليک بدلوی شي چې دا په هر ځای کې کارول کېږي. په افغانستان کې ډېر زيات ماشومان د بی وزليتوب او د نورو شرايطو د نه لرلو له امله په ښوونځيو کې د زده کړې فرصتونه نه لري. که د افغانتسان حکومت دغې مسئلې ته په نوره درنه سترګه وګوري او په ښوونيزو چارو کې پانګونې زياتې کړي، لا زياتې ښوونځې جوړې کړي او ماشومانو ته نور زيات چانسونه ورکړي، دغه هېواد به لا زيات استعداد لرونکي ځوانان ولري او د هېواد راتلونکی به هيله پيدا کړي.

لیکوال: افغان شنونکی توتاخیل

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای