CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر د می په ۱۸مه نيټه په بېجينګ کې پيل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 19:19:15

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر د می په ۱۸مه نيټه په بېجينګ کې پيل شو. د سياست، اقتصاد او کتلور په برخو کې د افغانستان، مصر، اندونيزيا، سوډان، روسيې او ترکيې ۱۴ مشهورو شخصيتونه به له چيني خبريالانو سره بېجينګ او شينجيانګ ته سفرونه وکړي.

نوموړی فعاليت د چين نړيوالې راډيو، د بېجينګ ښار حکومت د مطبوعاتي دفتر او په چين کې د څو بهرنيو سفارتونو له خوا جوړ شوی او موخه يې دا ده چې د علمي تکنالوژۍ او کلتور په نوښت کې د بېجينګ تر لاسه شوي برياليتوبونه، د ورېښمو لارې په اوږدو کې اقتصادي او تجارتي همکاري او په بهرنيو همکاريو کې د يو کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ رول وپېژندل شي.

د چين نړيوالې راډيو د شمالي اسيا او افريقا څانګې مشر شيا يونګ مين  د وينا په حال کې

د چين نړيوالې راډيو د شمالي اسيا او افريقا څانګې مشر شيا يونګ مين په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د چين نړيوالې راډيو د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوالو همکاريو کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې او د خلکو د زړونو د نژدېوالي په برخه کې هم رول لوبوي. دغه فعاليت به د برخوالو مېلمنو د سترګو، عکسونو او ليکنو له لارې د چين د پام وړ ټکي او لاسته راوړنې ثبت کړي.

 د ترکيې د راډیو او تلويزيون عالي روتبه کمیټې لوړ پوري غړی حامد یرسویی

د بيجینګ ښار حکومت د مطبوعاتي دفتر د فعاليتونو څانګې مدير جي دونګ لای

د لی باو په نوم د شرکت مشر شو مینګ د چیني تصدیو استازي په توګه د وينا په حال

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای