د مبارکۍ او نېکو پېرزوینو پیغام
د اکتوبر ۱۷مه، ۲۰۱۷
زه د چین د ملي کانګرېس د جوړېدو په خاطر د دغه هېواد ولسمشر ښاغلي شي جین پېنګ او د چین ولس ته مبارکي وایم او د موفقانه پای ته رسېدو په هیله یې یم.
د ملي کانګرېس جوړېدل، د چین د نظام او حکومتي جوړښت هغه ستره غونډه ده، چې په هرو پنځو کلونو کې دائریږي، د دولت او کمونیست پارټۍ په پالیسیو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو غور او فیصلې کوي.
دا چې د نړۍ د هر هېواد مشرتابه او تصمیم نیوونکي، د خپلو ملتونو د هوساینې او سوکالۍ لپاره کار کوي؛ د چین مسئوولینو هم د معاصر تاریخ په ډېره کمه موده او د خپلو خدمتونو او هلو ځلو په نتیجه کې، یاد هېواد د نړۍ په دوهم ستر اقتصادي هېواد بدل کړی دی.
د روان کال د ملي کانګریس غونډه دې، په چین، سیمه او ټوله نړۍ کې د سولې او آرامۍ او د محکومو ملتونو د آزادۍ سبب شي.
په همدې تمه
جاوید کوټوال
د ولسمشر پخوانی سکرتر
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |