CRI Online

هيله

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:28:43

هيله يوه خندنۍ او خوشاله نجلۍ ده، تل يې موسكا پر خوله وي. په تكړه ډول خوځېږي او خپلې بدني روزنې ته پام كوي. د هيلې چينايي (اصلي) نوم شياو چين (Xiao Qin) دى. د ۱۹۸۱ كال د دسمبر په دوولسمه نېټه د چين د جيانګ سو ولايت په وو شی ښار كې زېږېدلې، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږي.

لومړنۍ زده كړې يې د خپل پلرني ښار په منځني ښوونځي کې کړې دي. بيا د لوړو زده كړو لپاره د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته لاړه او د چين د ډله ييزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو څانګه کې شامله شوه او د پښتو ژبې په زده كړه يې پيل وكړ.

هيله وايي: زما په نظر افغانستان يو جادويي او په زړه پورې هېواد دى، په پوهنتون كې د زده كړې له پيل مخكې مې د دغه هېواد، اسلام او پښتو ژبې په اړه ډېر لږ معلومات درلودل، خو په هغه وخت كې ما د څو تنو ښځينه خبريالانو له خوا وركړى شوي ارزښتناك خبرونه واورېدل نو ما وغوښتل چې دغه هېواد وپېژنم او پښتو ژبه زده كړم. هيلې په پوهنتون كې د څلورو کلونو زده كړې په موده کې د افغانستان د تاريخ، پښتو ژبې ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ييز مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول د څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. دا اوس په روانه پښتو خبرې كوي. په ياد شوي پوهنتون كې يې د زده كړو له پاى ته رسولو وروسته د ٢٠٠٤ کال په اګست کې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار پيل کړ، او تر اوسه دوه نيم کاله كېږي چې دغه دنده ترسره كوي. اوس له چيني نه پښتو ته د خبرونو ژباړلو، جوړولو او خپرونې او د سپورت نړۍ پروګرام او د پښتو خپرونې پر انټرنېټ پاڼې د چين په اړه د معلوماتو چمتو كولو دنده پر غاړه لري.

هيله وايي "په لوبو كې له پينګ پانګ يا ټېبلټېنس او بډمېنټن او سندره ويلو او نڅا سره مينه لرم. همدا راز هر وخت د نويو جامو له اخيستلو او د فېلمونو له كتلو سره هم مينه لرم."


1 2
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای