CRI Online

ليلا

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 15:28:51

ګرانو اورېدونکو ، السلام عليکم ! زه د چينی او بهرنی موسيقی د پروګرام ويانده يم ٠ زما پښتو نوم ليلا او چينايي يا اصلي نوم مې جانګ لی (Zhang li) دى. د چين د هه بی ولايت په تايګ شان ښار كې د ۱۹۸۱ كال د جولای په ٦ نېټه زېږېدلې يم، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږم. زه د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته راغلم او د چين د ډله ايزو خبری رسنيو د پوهنتون په پښتو ټولګي کې شامله شوم او د پښتو ژبې په زده كړه مې پيل وكړ.

زه د موسيقی او د سندرو له ويلو سره زياته مينه لرم او په ماشومتوب کی مې غوښتل چې يوه مشهوره سندرغاړی شم . اوس د چين د نړيوالی راډيو د يوی وياندی په توګه کار کوم او اوس مهال زه د چينی او بهرنۍ موسيقی، د موسيقی ډګر او د نړۍ ته کتنی په ګډون ٣ پروګامونه چلوم٠

زمونږ موخه دا ده چی ستاسی د خوښی سره سم مطالب وړاندی کړو٠ په راتلونکو ورځو کی به مونږ په پر له پسی توګه لازياتی خوندورې سندرې يا نغمې خپرې کړو او هيله لرو چی تاسی تل زمونږ پروګرام واورئی٠


1 2
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای