CRI Online

ښه پيل

cri     (GMT+08:00) 2009-10-30 15:55:04
نن د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر دېرشمه نېټه ده. زه د لومړي ځل لپاره دلته د پښتو خپل بلوګ لومړنۍ ليکنه ليکم. زما پښتو نوم سپوږمۍ او چيني نوم مې وانګ هنګ دی. ښايي زموږ د ويبپاڼې ځيني کتونکي يا اورېدونکي پر ما لږ څه بلد شوي دي. په ٢٠٠٨ کال کې مې له خوشحال تايب صاحب سره يو ځای د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو لوبو په ترڅ کې له څو افغان لوبغاړيو او چارواکيو سره څو مرکې کړې او څو ليکنې مې زموږ پر ويبپاڼې او د پښتو پر هندارې خپرې کړې دي. له دې وروسته ما د سپورټ او نړۍ پروګرام دنده پر خپله غاړه واخيستله چې هره اوونۍ يو پروګرام يا ليکنه په راډيويي خپرونه او ويبپاڼه کې خپرېږي. زما په پروګرام کې نه يوازې د چيني لوبغاړيو يا سپورتي سياليو، بلکې هم د ځينو مهمو نړيوالو سياليو او لوبغاړيو په اړه جزييات تاسو ته وړاندې کوم. د بېلګې په توګه د چين د يوولسمې دورې ملي سپورتي لوبو په اړه رپوټونه، د فوټبال د نړيوالې اتلوالۍ سيالۍ او داسې نور.

زه پخپله له سپورتي چارو سره ځانګړې مينه لرم. کله کله له ملګريو يا همکارانو سره يو ځای د بدمينتون لوبه کوم، په کور کې پر ټلويزيون د تينس زياتې سيالۍ ګورم او له کورنيو سره د پينګ پنګ لوبه هم کوم. سره له دې چې زما سپورتي سويه دومره لوړه نه ده، خو زه د ذوقي کار په توګه سپورتي تمرينونو ته زيات پام کوم، ځکه چې ترې نه يوازې زيات خوند اخيستلای شم، بلکې هم زما د بدني روغتيا لپاره زياتې ګټې لري.

پر سپورتي تمرين سره بېره، زه هم له سپيانو سره ځانګړې مينه لرم. زه په خپل کور کې يو کوچنی سپی ساتم. هغه د سپين ږيري په شان څېره او ښه خوی لري. خو کله چې په کور کې يې يوازنی پاتی دی، نو خواړه پخپله وخوري، کتابونه پرې کړي او هر شی به يې ويجاړ کړي. سره له دې چې زه او زما د کورنۍ غړي ده په مينه ساتو. ځکه چې هغه زموږ د کورنۍ د يو عام غړي په شان دی.

د دغې ليکنې په پای کې زه غواړم دوستانو او ملګرو ته ووايم چې زه له ننه هره اوونۍ يو ځل يوه ليکنه وليکم او په دغه بلوګ کې به خپره شي. هيله ده چې تاسو کله کله زما بلوګ ته راشي او زما ليکنې وګوري. که تاسو څه پوښتنې لري، نو ما ته بريښناليکونه هم راستولای شي. زما د بريښناليک پته ده: afrahehe@163.com.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای