CRI Online

څه خبرې مې په زړه وي، خو سلګۍ شي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-04 18:08:22

د چين د نړيوالې راډيو وېبپاڼې ګرانو کتونکيو، په سلامونو او نيکو هيلو مو هرکلی کوم، هيله ده چې د چين راډيو وېبپاڼې دا نوی ابتکار مو خوښ او درته په زړه پورې وي، چې په دې کې به د راډيو د کارکوونکيو د هر يو تن په اړه لنډ مالومات او درسره خبرې درته وړاندې کوي، هيله ده چې د دې برخې د لانورې ښکلا او بډايۍ په اړه راسره خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړئ.

زما په اړه:

نوم مې نقيب الله او تخلص مل کوم، د مل مانا په پښتو ژبه کې د ملګري او دوست مانا ورکوي، له نن څخه ٢٦کاله وړاندې په ١٩٨٣زيږيز کال د افغانستان په پلازمينه کابل کې زيږېدلی يم، لومړنۍ زده کړې مې د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ کې، چيرې مې چې د پلار دنده د اوبو برېښنا د توليد په رياست کې وه کړې دي، د ښوونځي نورې پاتې برخې زده کړې مې تر دوولسم ټولګي د وردګو ولايت د خوات په ښکلې دره کې بشپړې کړې دي. د کانکور تر ازموينې وروسته د کابل پوهنتون حقوقو او سياسي علومو ښوونځي ته بريالی او په ٢٠٠٧زيږيز کال کې د نوموړي پوهنځي د ديپلوماسۍ له څانګې څخه فارغ شوی يم.

له مطبوعاتي ژوند سره مې له ماشومتوبه ډېره زياته مينه او زما لپاره د خوښې وړ ګڼل کېږي، د دې علت کېدای شي چې زما خپل کورنۍ مطبوعاتي چاپېريال اغېزه هم وي، له ورځپاڼو مجلو، کتابونو لوستل، راډيوګانو تلويزيون اورېدلو او کتلو سره مې له هماغه وړکتوبه مينه پاتې ده.

زما کورني ماحول او چاپېريال همداسې يو مطبوعاتي چاپېريال وو چې تل زموږ د کورنۍ ټولو غړيو په دې ډګر کې خپل فعال رول ترسره کړی دی، زموږ د کورنۍ ټول غړي د نارينه وو تر څنګ ښځينه هم د افغاني مطبوعاتو په برخه کې فعاله برخه اخيستې ده.

زه اوس د چين نړيوالې راډيو له پښتو څانګې سره د ٢٠٠٩زېږيز کال اپرېل مياشتې را په دېخوا کار کوم، چين يو ډېر لوی هېواد، ستر تاريخ او مدنيت درلودونکی هېواد دی، زه به د خپلو چينايي همکارانو سره اوږه پر اوږه د افغانانو او د پښتو ژبې ويونکيو ته تل د چين د خلکو، کولتور او په نورو هغو برخو کې، چې زموږ لوستونکي او اورېدونکي د څه په اړه پوښتنه ولري، ځواب او مرسته وکړم. زه اوس، زموږ او اورېدونکي خپرونې چلوونکی يم او د ورېښمو کاروان خپرونه له اغلې ډيوې سره په ګډه چلوم.

زما د خوښې وړ څيزونه:

له کتاب لوستلو او کتاب ساتلو سره مې ډېره بې کچې مينه ده په تېره بيا ادبياتو سره، نثر او شعرونه مې دواړه خوښ دي، نثر مې د ښاغلي استاد سعدالدين شپون، عبدالوکيل شينواري، خدای بښلي عبدلجليل وجدي. په شعر کې مې عبدالباري جهاني، پيرمحمد کاروان، درويش دورانی خوښ دي.

د افغانستان په معاصرو نومياليو کې مې غازي اعليحضرت امان الله خان او شهيد داؤدخان خوښ دي، چې دواړه له نيمګړيو ارمانونو سره د وطن د دښمنانو له خوا، د پرديو په لمسون، د خپلو خلکو او ولس د ابادۍ ارمانونه له ځان سره يوړل.

په سندرغاړيو کې مې استاد اولمير، استاد شاولي او شراره، فرهاد دريا، رحيم شاه، فرهاد غفور، خيال محمد، هدايت الله خان، ګلنار بېګم خوښ دي.

په خوړو کې مې پلو، کباب، منتو، اشکې، ځينې چينايي خواړه مې هم ډېر خوښ دي، زه په خپله هم ډېر خوندور اخلی پخلی کولی شم.

په رنګونو کې مې، تېز سور جيګري رنګ تر ټولو ډېر خوښ دی، په ولسونو او هېوادونو کې مې خوږ افغانستان او چين، افغانان او چينايان خوښ دي.

په سپورټ کې له لامبو، فوتبال، کريکېټ سره مينه لرم، له ګرځندويۍ، ښکلو منظرو ننداره، عکسونو اخيستل، فلمونو کتل، موزيمونو ته تلل او د لرغونو اثارو کتل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای