CRI Online

يو شعر او يو کنسرټ 

cri     (GMT+08:00) 2009-11-13 15:04:34

برف می بارد                    雪啊   

برف می بارد                    雪啊 

برف می بارد                    雪啊 

روز به پايان می رسد       一天了 

برف می بارد                     還下 

شب                                 夜了 



دا د واورې په اړه يو ښکلی شعر دی چې د عباس کيارستمي له خوا ليکل شوی. دغه ايراني فلم لارښوونکی د طعم ګيلاس په نامه خپل فلم سره په نړۍ کې ډېر شهرت لري. په عين وخت کې هغه يو عکاس هم دی چې ډېر ښکلي عکسونه، په تېره بيا د طبيعي منظرو په اړه ډېر اثرناک عکسونه اخيستلي دي. بر سېره پردې هغه يو ښه شاعر هم دی. زه د ده ويل شوي شعرونه ډېر خوښوم ځکه ده ده شعرونه د لوستلو په وخت کې د يوې خوږې سندرې په شان وي.

په بېجينګ کې واورې په پرله پسې درې ورځې و اورېدلې. زه خوشاله يم ځکه له واورو سره ډېره مينه لرم. په دې وروستيو ورځو کې مې د دفتر له کړکيو څخه لوېيدځ غرونه چې په سپينو واورو پوښل شوي دي له ورايه ښکارېږي. په بېجينګ کې يوه مشهوره منظره چې په چيني ژبه ورته وايي 西山晴雪، مانا يې دا ده چې د واورو له اورېدلو وروسته لمريز لوېيدځ غرونه ډېر ښکلي دي.

د تېرې شنبي په شپه مې د cheer يو کنسرټ وکوت. که څه هم د ټېکټ بيه يې زما لپاره قيمتي وه، خو ما د پنځو کلونو راهيسې دغه سندر غاړې مې خوښه کړې وه، نو نه غوښتل چې دغه ښه فرصت له لاسه ورکړم. هغه شپه cheer ډېره ښکلې مالومېده او زموږ لپاره يې په پرله پسې توګه دری ساعته په خپل خواږه غږ او جذابې ښکلې څېرې موږ خوښ او خوشاله وساتلو.

- په کور کې د سندرو اورېدلو په پرتله کنسرټونه څه ګټې لري؟

ما له يو دوست څخه دغه پوښتنه وکړه. ځواب يې راکړ چې کنسرټونه ښه فضا لري. هو! خو زما لپاره تر ټولو لويه جالبه خبره دا ده چې په کنسرټونو کې ډېرې ښې خاطرې پاتې کېږي. په راتلونکې کې به دغې موضوع ته نور هم دوام ورکړم. د نن لپاره همدومره بس دي. ښه شپه او تاسو ته د ښه ژمي په هيله.

هوسۍ

د ٢٠٠٩ کال، نومبر ١٣

 

PS: زما همکار نقيب لله مل ياد شوی شعر په پښتو ژبه په لاندې ډول ژباړلی دی چې:

واوره اوريږي

واوره اوريږي

واوره اوريږي

بلاخره ورځ پای ته رسيږي

واوره اوريږي

شپه رسيږي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای