٧٩٨شمېره په بېجينګ کې د يوې هنري سيمې نوم دی.
دغه سيمه د بېجينګ په شمال ختيزې برخه کې واقع ده. پخوا دغه سيمه د درندو صنايعو او فابريکو ځای وو. خو د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسو له پلي کېدو وروسته، د اقتصادي جوړښت د تنظيمولو له امله د هغو فابريکو ماشينونه له کاره لوېدلي او زاړه شوي. نو ځکه ماشينونه بند او د وخت په تېريدو سره نور هم بيخي له کاره ولوېدل او په کنډوالو بدل شول.
د ٧٩٨ د پخوانۍ فابريکې پر يو ديوال باندې انځورونه١
د انځورونو د يوه نندارتون په دروازه کې
د چين يو ډول عنعنوی او تاريخي انځور
خو د تيرې پېړۍ له نويمې لسيزې راهيسې د چين د انځورنو پوهنتون يو شمېر زده کړيالانو د دغو کنډوالو په ديوالونو انځورونو کاږل پيل کړل. د دوی انځورونه ډېر په زړه پورې، ښکلي او د پام وړ وو، نو ورو ورو هنرمندان د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه دلته راغلل او يو هنري مرکز يې جوړ کړ. اوس ٧٩٨ د بېجينګ د ډيزان، چاپ او مطبوعاتو مهم او مشهور مرکز دی. هره اوونۍ د ډېرو زياتو مشهورو هنرمندانو انځورونه دلته نندارې ته وړاندې کيږي. ځينې نوي او عصري هنرمندان هم غواړي چې دلته خپل نوي تازه انځورونه د نندارې لپاره کيږدي.
له خاورين لوښو څخه جوړ شوی انځور
ښاغلی نقيب الله مل د هنري سيمې په يوه ځنډه کې
د ٧٩٨ د پخوانۍ فابريکې پر يو ديوال باندې انځورونه٢
زه او ښاغلی نقيب الله مل د روان کال د دوبي په پای کې چې د روژې مياشت هم وه د انځورونو کتلو لپاره نوموړي هنري مرکز ته تللي وو، هلته مو عکسونه هم واخيستل. که تاسو هم وخت ولرئ، بايد يو ځل د بېجينګ د انځورونو دغه هنري مرکز له نژدې وګورئ، ډېر په زړه پورې دی، که پيسې درسره وي کولی شئ چې هلته د خپلې خوښې په زړه پورې انځورونه د ځان او يا د خپلو نژدې دوستانو لپاره هم را ونيسئ.
لمرګلي، ګلان زما ډېر خوښ دي!!
نقيب الله او د ده ښکلې کمره
شکريه د CDپه يو دوکان کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |