CRI Online

د يوې اوونۍ پای او د يو کال پای

cri     (GMT+08:00) 2009-11-30 10:36:03

وخت ژر تيريږی او يوه اوونۍ هم ژر تېره شوه. موږ بايد د يوې اوونۍ په پای کې فکر وکړو چې په تېره اوونۍ کې مو څه کارونه کړي دي؟ ځکه چې د هرې ورځې کارونه نژدی دي نو ښايی فکر وکړو چې په تېره اوونۍ کې مو هيڅ مهم کار نه دي کړي.

يو کال د يو شمير اوونيو څخه جوړيږی نو ويل کيږی چې کال هم ژر تيریږی. اوس د ٢٠٠٩ کال پای هم نژدی کيږی چې معنی دا ده : يو کال به پای ته ورسيږی. موږ بايد فکر وکړو چې په تير کال کې مو څه کارونه ترسره کړي دي؟ ښايی ووايو چې په تېر کال کې مو هيڅ مهم کار نه دي کړي.

سهار بايد د هرې ورځې ښه پيل وي نو په سهار کې موږ بايد پلان وکړو چې نن به څه کار وکړو او اجندا به مو څه وي؟ په چين کې يو مهم متل شته چې موږ بايد په هره ورځ کې دری ځله فکر وکړو چې څه ناسم کارونه مو کړي دي که نه ؟ دغه راز د يوې اوونۍ په پيل کې موږ بايد د راتلونکې اوونۍ کاری اجندا ښه کړو او د يو کال په پيل کې بايد فکر وکړو چې په راتلونکی کال کې به څه مهم کارونه ترسره کړو؟

د دې ترڅنګ په چين کې يو بل مشهور متل هم شته چې هغه کس چې تفريح ښه نه شی کولی، کار هم ښه نه شی کولی. نو له کار وروسته د يوې ورځې ، اوونۍ يا کال په پای کې بايد تر بېلابېلې اندازې پوری رنګارنګ په زړه پوری فعاليتونه ترسره کړو چې له دې لارې تفريح ښه کړو. دغه راز په نوی ورځ ، اوونۍ يا کال کې به په ښه توګه ترسره کولی شو. هيله لرم چې موږ په راتلونکی کې لاستر برياليتوبونه ترلاسه کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای