CRI Online

نيکمرغه ژوند ته دې په مينه وساتم!

cri     (GMT+08:00) 2009-12-03 21:03:13

پلار او مور مې يوازې يو ماشوم لري يعنې زه. نو دوی پر ما زياته مينه لري. په ماشومتوب کې هر څه چې زما په خوښ و، دوی به زما لپاره په پيسو واخيستل. هر کار چې ما وغوښتل، دوی به د دغه کار د تر سره کولو لپاره راسره مرسته کوله. پلار او مور مې زما زده کړې ته زياته پاملرنه او پانګه اچولې چې زما لپاره يې تر ټولو غوره ښوونځی غوره کړی او زيات شمېر کتابونه يې ما ته برابر کړي دي. له اتلس کلنې وروسته زه له ټاټوبي نه بېجينګ ته راغلی يم چې په همدې کال مې د چين د خپرونې په پوهنتون کې د پښتو ژبې په زده کړې پيل وکړ. دغه راز زه له همدې مهال نه له پلار او مور جلا شوم. د پوهنتون د زده کړې په څلورو کلونو کې ما په يو کال کې له پلار او مور سره د راغونډېدو دوه فرصتونه درلودل، يو د دوبنۍ رخصتي او بل ژمنۍ رخصتي. زما ټاټوبي د چين په جنوب ختيځ کې پرته ده چې له بېجينګ څخه نژدې دوه زره کيلومترۍ واټن لري. په هغه وخت کې ما په بېجينګ هېڅ ملګری او يا خپلوان نه درلودل، نو کله کله پلار او مور ډېر ياد شوم. په ٢٠٠٤ کال کې زه له پوهنتون څخه فارغه شوه او په کار مې پيل کړی دی. زما پلار او مور وغوښتل چې زه په بېجينګ کې ښه ژوند تېر کړم او يو کور واخلم. نو په ٢٠٠٥ کال کې دوی ما ته زياتې پيسې راکړې او د دوی په مرسته مې يو دوه کوټې لرونکی کور واخيست. زه له پلار او مور څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم، ځکه چې دوی دواړه عام وګړي دي او هره مياشت دومره لوړ عايدات نه لري، حتې اوس دواړه تقاعد شوي دي. دوی په خپل ورځني ژوند کې تل د پيسو سپما دود لري، خو دوی ته نژدې يو لک يوانه ما ته راکړي دي. د دوی له مرستې پرته زه تر اوسه پورې يو کور نشی اخيستلای. په ٢٠٠٧ کال کې ما واده کړی . د واده له نژدې نيم کال وروسته ما پلار او مور ته بلنه ورکړې چې بېجينګ ته راشي او له موږ سره يو ځای واوسېږي. ځکه چې زما په اند دا ډېر نيکمرغه ژوند وی چې ټوله کورني سره يو ځای واوسېږي. اوس زما په بلنه دوی دواړه له موږ سره په يو کوچني کور کې اوسېږي. که څه هم زموږ کور دومره لوی نه دی، خو ژوند مو ډېر نيکمرغه دی او زه دغه نيمکرغه ژوند ته په ډېره درنه سترګه ګورم او په مينه به وساتم!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای