CRI Online

د خيال په تاج محل کې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-04 19:58:56
نقيب الله مل، چين/بېجينګ

کله کله څوک په دې نپوهيږي چې خبرې له کوم ځای نه پيل کړي، څه وليکي، په مخ کې يې ډېرې داسې څېرې او خبرې وړاندې وروسته راځي او د فکرونو په پرده يې ګڼ شمېر تت انځورونه تېريږي، د ليکنې پيل او پای همېشه سخت وي زه نن غواړم چې د هغې په هکله يو څه وليکم، که يې د حسن، ناز ملکه او که د غږ بلبله فکر کوم چې له هغې سره به وړ وي، هغه له ځان نه ناخبره په ځان به شکمنه ترهيدلې او ښايي ځان به ورته پردۍ غوندې، چې زه په رښتيا هم، په دې سره د سوچونو په درانده سمندر کې لالهانده او خاموشه وي، ما نن هغې ته په خپله لمن کې د سمندر له تل نه ملغلرې راوړې دي، هغې ته زه نارې وهم، هې هې!! ما ته ګوره ما ته ګوره!! ما درته نن بيا څه را وړي دي! د لمر وړانګو په شان ځلا کوي، غواړم زه هم د تاج محل ماڼۍ په شان تا ته يو محل جوړ کړم.

زه نن ډېر خوښ يم، تېره شپه په خوب کې ستا محل کې وم، تا بيا ويلې، چې ما ته نورې سپينې بکرې او ملغلرې هم را وړه، کټ مټ د هغو نورو په شان، چې د لمر وړانګو په شان ځلا او برېښنا کوي راځه چې د مني ښکلی موسم دی هر څه دا وخت دلته خندني وي د مني موسم د کال تر ټولو ښه موسم دی، ملايمه نرمه هوا، نری نری شمال، د لمر وړانګې هم نرمې ښې لګيږي. سمندرغاړې ته هلته سپينې بکرې او ملغلرې وګورو.

هغه ډېره خندنۍ او همېشه يې پر نرۍ شونډو موسکا خوره او ما د مقناطيس په شان ځان ته ورکاږي، ستا پټ شان ته کښښ او جذابيت خوږوالی د خوږو خبرو رنګا رنګي د پسرلي د ګل تاندې سپړېدونکې غوټۍ د شبنم څاڅکي پر مخ د ملغلرو په شان برېښنا کوي، د خيال او خوب بوډۍ په ټالونو زنګول له ځان سره لاهو کوي، او د چين ماچين د شاهزادګۍ مستو ښاپيريو ناليدلی خيالي تصوير په زړه کې د تاج محل مرمرينه ښکلې ماڼۍ ورتګ ته بلنه ورکوي او ما هلته درته برېښېدونکې سپينې ملغلرې په خپله لپه کې نيولې وي چې د باران رڼو څاڅکو په شان پاکې او رڼې دي، خو هغه په سوچونو کې ډوبه زما و خوا ته نه راګوري، نپوهيږم چې د څه په اړه به سوچ کوي، سپينو بکرو، ملغلرو په هکله او که زما، حيران يم.

د ښکلا او مينې دوستي همېشه سره همغاړې وي، د پېړيو پېړۍ را پدېخوا دا کيسه اودا داستان روان دی، څوک فرهاد او شيرنو په شان، څوک بيا د مجنون او ليلا، څوک د شير علم او ميمونې په شان له نامراده تريخ انجام ښکار شي او يا خو لکه پتنګ او شمعه سره دومره خواږه شي چې پخپله دې ليونۍ مينه کې د شمعې په لمبو د خپل ځان ستۍ کېدو پروا هم نه کوي.

شاعران او مينان هر يو ښکلا او مينې ته د خپلې زاوې له اړخه ګوري او په خپل فکر او زړه کې د هغو لپاره بېلابېل انځورونه کاږي، ځينې په دې اند دي چې څوک لومړی مين بيا شاعر، د زړه سوزه ډک شعرونه يې تر ډېره لېرې لېرې بيا مشهور شي چې کله له خپلې مينې او محبوبې مرور او کله بيا ورسره پخلا او خندانه، د شعر په نازکو تارونو او کلمو يې ستايي او کله بيا ترې ګيلمن وي. ښکلا او مينه هر يو بېل بېل څيزونه دي او د يوې سيکې دوه مخونه چې له يو بله سره نژدې ريښې او اړيکې نه بېلېدونکې دي، تر اوسه يې تر منځ داسې کوم حد، پوله او چوکاټ نه دی ټاکل شوی خو د هر چا لپاره په دې کې خپله شهزادګۍ ښکلې خوږه او بېله دنياګۍ وي، دا د انسان په وينه کې ګډ نغښتی عادت دی که يو ځل د زلفو شمال په سينه کې ناڅاپه څړيکې د زړه بې اختياره درزا په دې ګومان او خيال چې د زړه درزا به ټول خلک اوري، په دې توپاني سمندر کې هنر او مقاومت تر ټولو ښه ملګري دي، که نه د سمندر مستې څپې به لار او ګودر ترې ورک کړي

په ټکنډه غرمه کې تر ښايسته ساړه سيوري لاندې په سپين مړوند خوبونه د ښاپيرۍ زلفې د دنيا له حال او احواله له لېرې او يا هم کله د نيمې شپې د سپوږمۍ په رڼا کې، د اسمان پر سينه ځلېدونکيو ستوريو سترګکونو د انځور ننداره او تماشه، د سمندر په حواره پراخه لمن کې د پرله پسې څپو غږ په بدرګه کې غلې غلې ساحل ته د راتلو هڅه کوي. ناڅاپه په دې وخت کې دوه سپين ښکلي پاسته نازک مړوندونه را شي او وايي چې زه ستا يم. زه دغه، دلته يم. د خپلو سترګو په پورته کولو سره بيا هيڅ هم نه وي. يوازې د يو خوب او ياد په توګه راسره پاتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای