CRI Online

زموږ ژوند په دومره سوړ ژمی کې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-11 16:57:19

موږ هر سهار له کټ نه پاڅېږو، دفتر ته ځو، کار کوو، درې ځله ډوډمۍ خورو، بېرته خپل کور ته ځو، له کورني غړيو سره ټلويزيون ګورو او خوب کوو. هره ورځ وخت ژر تېرېږي، موږ هم ور سره ورځ په ورځ پوخېږو او زوړېږو. لکه څنګه چې هوا هر وخت زموږ تر څنګ موجوده، بې رنګه او هېڅ بوی نه لري، زموږ ژوند هم ډېر خوند نه کوي او د خوښۍ وړ دومره پېښې نه شته. خو ژوند د هوا په شان زموږ لپاره ضروري دی. بې له ورځني ژوند موږ په دغه نړۍ کې پاتې نشو کېدای. موږ تل فکر کوو چې هره ورځ ژوند يو شان دی، نو دومره قيمتي نه دی او ژوند ته مو ډېر پام نه کوو. خو موږ ښايي په دې پوه نشو چې تر ټولو عادي ژوند تر ټولو ځانګړی خوند لري. هر يو غواړي خپله کورني ارامه او نيکمرغه شي، ټول خپلوان روغ جوړ شي او يو له بل سره مينه ولري. دا زموږ لپاره تر ټولو ډېر اهيمت لري. يوازې ورځني ژوند ارام دی او ښه دی، نو موږ به هره ورځ خوشحالي او خوښي هم احساس کړو. ښايي حتې سياست وال، فلمي ستوري او نامتو شختصيتونه هم غواړي خپل ورځني ژوند نيکمرغه شي. موږ نه غواړو په ژوند کې له دومره زياتو حيرانو يا بدو پېښو سره مخامخ شوو، موږ يوازې په ارامه او بريالۍ توګه ژوند تېر کړو.

اوس مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې والګي په چټکۍ سره پراخېږي. زما شاوخوا ځيني وګړي هم پر والګي اخته شوي. غواړم چې دوی ژر بيا روغ جوړ شي او په ښه توګه خپله کورني وساتي. د دغې ليکنې په پای کې زه هم غواړم هيلې ووايم چې خپل ځان ښه وساتي او په بريالۍ توګه يو روغ جوړ ماشوم زو کړي. موږ ټول دلته ستاسې د بېرته راتګ انتظار کوو. او سبا به د هيلې د اته ويشتمه کليزه وي، نو هيلې ته هم بايد د زېږېدنې ورځ مبارکي ووايم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای