CRI Online

تر ړنګيو وريځو لاندې

cri     (GMT+08:00) 2009-12-17 19:54:34

يونليک
يون نان ولايت ته زما سفر
لومړۍ برخه

تر ړنګيو وريځو لاندې

نن د ډسمبر ٧مه نېټه دوشنبه او يون نان ولايت ته زما د سفر له پيل څخه شپږمه ورځ ده. اوس د شپې له خوا د اورګاډي په واسطه د دغه ولايت له دالي ښار څخه تر مرکزي ښار کون مينګ پورې په اوسپنيزه لار کې يم. په دغه لار به لس ساعته زما سفر دوام ولري. نو زه اوس د تېرو څو ورځو د سفر په اړه خپل يو شمېر احساسات ليکم.

night train from Dali to Kunming by you.
له دالي څخه تر کونمينګ پورې د شپې اورګاډي په خونه کې

Dayan ancient town, Lijiang by you. 
د دايان لرغوني ښارګوټي بشپړه منظره

ليجيانګ ښار د يون نان ولايت په شمال لوېديځ کې پروت دی. دغه ښار ډېر ښکلې طبيعي منظرې او خپل ځانګړی قوم يعنې د ناشي قوم ځانګړتياوې لري. بر سېره پردې د دا يان په نامه لرغونی ښارګوټی د ميراثونو د ښې ساتنې په اړه د م م له خوا يوه جايزه هم تر لاسه کړې ده او نن ورځ د ليجيانګ ښار د ګرځندويانو لپاره تر ټولو ورجلب وړ ځای بلل کېږي. نو د دغه سفر له پيل مخې مې پريکړه کړې وه چې د دغه ښارګوټي په يوه ليليه کې د څو ورځو لپاره واوسېږم او موخه مې دا وه چې په ښه ډول ځايي دودونه احساس او شوا خوا منظرې وګورم.

د ډسمبر په دوهمه نېټه د دری نيم ساعتو له الوتنې وروسته زه ليجيانګ ښار ته ورسېدم او ورپسې د هوايي ډګر د بس په وسيله د دا يان لرغوني ښارګوټي په لور وځوځېدم. ما غوښتل لومړی بايد د اوسېدو لپاره يو ښه ځای پيدا تر څو د خپلو اوږو لويه پنډه کوزه کړم. دلته ډېرې زياتې ليليې شته. يو شمېر يې د ناشي قوم ځانګړتياوې لري، ځينې يې په لوړ ځای کې موقعيت لري او ورڅخه د دغه ښارګوټي بشپړې منظرې ليدل کېدای شي. دوی يوه بله ښېګڼه هم لري چې د کرايې بيې يې لوړې نه دي. له څو کوټو د ليدنې او پرتلې وروسته مې د ښاغلي هوانګ د پارک په نامه يوه ليليه غوره کړه . دغه ځای د خپل نوم په شان ډول ډول ګلان او يو زړه راښکونکی ډنډ هم لري. زما خونه له لرګيو څخه جوړه شوې او سينګار يې ناشي قومي دی. زه د دغه ډول خونې ډېرې خوښوم. دغه خونه هم ډېره ښکلې وه، توده، ارامه او کورني ماحول ته ورته وه او کرايه يې د يوې شپې لپاره يوازې اويا يوانه وه. په ورپسې څلور ورځې مې په شاو خوا مشهورو طبيعي منظرو ليدلو باندې تېرې کړی، په شپه کې به مې د لرغوني ښارګوټي په رسټورانونو کې ځايي خوندور ځانګړي خوراکونه خوړل او په پای کې به د خوب او ارام لپاره بېرته خپلې خونې ته تللم.  


د ليجيانګ په لرغوني ښارګوټي کې زما استوګنځای

په درېيمه او څلورمه نېټه مې په جلا جلا توګه د يولونګ په غره چې له واورو څخه ډک دی او د دغه غره او د باها واورې غره ترمنځ يوې درې ته مې سفر وکړ. يولونګ غره د يو کال په څلورو فصلونو کې تل په سپينو واورو باندې پوښل شوی وي. لوړوالی يې ٥٥٩٦ مترو ته رسېږي او دګرځندويانو د ختل لپاره تر ټرلو لوړ ځای لوړه څوکه يې ٤٦٨٠ مترو ته رسېږي. که څه هم زه په بېجينګ کې ډېر ځلې غرونو ته ختلې يم او غره ته ختل زما لپاره ستونزمن نه دي، خو په دومره لوړه سطحه د غره څوکې ته ختل يو اسان کار نه دی ځکه لوړ ځای ته په ختل سره اکسيجن ګام په ګام کمېږي.


د يولونګ غری د لوړوالي نښه 

هغه دره چې هوتياوشيا نومېږي، د دغه غره او بل غره يعنې باها غره ترمنځ پرته ده. په دغه دره کې منظرې ډېرې ښکلې، خو لار يې بيا خطرناکې دي. خو زه فکر کوم چې ښکلې او حيرانوونکې منظرې کله کله په خطرونو ځايونو کې ليدلای شئ، او هغه بهير چې ستاسو د خپلو هڅو له لارې د سيلانۍ په لارو کې بېلا بېلې ستونزې او خنډونه له منځه يووړل شوي، ستاسو په راتلونکي ژوند کې به ډېر ارزښتناک وي.

اوس مهال د شپې يوولس بجه دي او د نن لپاره دومره بس دي. زه به د يو خواږه خوب وروسته سبا مرکزي ښار کون مينګ ته لاړ شم. د دالي او کونګ مينګ ښارونو په اړه په زړه پورې شيان به په راتلونکي ليکنه کې وليکم. نو د اوس لپاره ښه شپه!

هوسۍ

د ٢٠٠٩ کال د ډسمبر ٧مه نېټه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای