CRI Online

د يون نان ولايت شی شوانګ بان نا ته زما نه هيريدونکی سفر

cri     (GMT+08:00) 2009-12-18 16:51:29

ګرانو دوستانو او لوستونکو، ما څو ورځې مخکې په رحصتی کې د چين په جنوب کې د يون نان ولايت شي شوانګ بان نان ته سفر کړی او هلته می ښکلې منظرې کتلی، د لږ کيو قومونو رنګ رنګ دودونه احساس کړی او خوندور قومی خوراکونه خوړلی دی. زه ډېر غواړم چې په هغه ځای کې زما احساسات او ښکلې يادونې له تاسو سره شريک کړم او هيله ده چې تاسی زما په شان له دغه ځای سره خوند واخلئ.

د شی شوانګ بان نا خپلواک ايالت د چين د يون نان ولايت په جنوب لويديځ کې پروت دی. د دای قوم په ژبه کې د شی شوانګ بان نا مانا له نيکمرغې او خيال څخه ډکه عجيبه ځمکه ده. هغه ځای د تودی سيمی د لرغونو ځنګلو د طبيعی منظرې او د لږ کيو قومونو د دود او دستور په اتکا په ټوله نړۍ کې شهرت مومي او هم هر وخت زيات مسافرين راجلبوي.

په شي شوانګ بان نا کې د دای قوم د اوسيدونکيو شمېر زيات دی او بايد د دای قوم تر ټولو دروند جشن يعنی د اوبو شيندلو جشن ياد شي. ما دا ځل د سفر په ترڅ کې په خپل د اوبو شيندلو په فعاليت کې ګډون کړی چې ځانګړی احساسات پيدا کړی. ما د شي شوانګ بان نا د ګان لان با په نامه يو نامتو باغ ته سفر کړی او په دغه باغ کې هره ورځ د اوبو شيندلو فعاليت جوړېږي. مسافرين د دای قوم له نجونو سره يو ځای د يو کوچنی جهيل په شاو خوا کې يو پر بل باندی پاک اوبه شيندوي چې د بدمرغو له منځه وړلو مانا لري.

ما هم د شی شوانګ بان نا د نباتاتو باغ ته سفر کړی چې په کې څه دپاسه دری زره ډولونه نباتات تر سترګو کېږي. دغه باغ د تيرې پيړۍ په پنځمی لسيزې کې جوړ شوی چې پراخوالی يې نهه سوه هکتاره ده. زما ټاټوبی د چين په شمال ختيځ کې پروت دی او هيڅکله دومره زيات ډولونه نباتات کتلی. نو په دغه باغ کې بېلا بېل ښکلي نباتات زما لپاره ډېره حيرانتيا وړ دی .

په حقيقت کې په شي شوانګ بان نا کې د ياد وړ ځايونو او توکيو شمېر ډېر زيات دی. زه هيله لرم چې تاسی يوه ورځ په خپل دغه ځای ته سفر وکړئ. که تاسی دغه فرصت پيدا کړئ، تاسی د الوتکې له لارې د يون نان ولايت مرکز کون مينګ ته ځی او له کون مينګ څخه د الوتکې او يا اورګاډې او يا موټر له لارې شي شوانګ بان نا ته ځی.

ګرانو دوستانو، ما اوريدلی چې په افغانستان او پاکستان کې هم زيات ښکلې منظرې لرونکی ځايونه شته. زه هيله لرم چې تاسی ما ته ستاسو په هېوادونو کې د ښکليو ځايونو په اړه مالومات راکړئ. زه باور لرم چې يوه ورځ به ستاسو هېوادونو ته سفر وکړم. کيدای شي زما لارښوونکی وګرځئ؟ لومړی دلته له تاسو څخه مننه کوم! قدرمنو لوستونکو، روغ او خوشحاله اوسئ!

په درنښت

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای