ګرانو دوستانو ، سبا د لوېدوځو هېوادونو يو لوی فيسټيوال يعنې د کريسمېس له ورځې سره برابره ده . په دې وروستيو ورځو کې د بېجينګ ښار بېلا بېل ځايونه د کريسمېس په رنګانګۍ کې دي چې د لويو مارکيټونو پر دروازوکې د کريسمېس ونې اېښودل شوی دي او په بازارونو کې د کريسمېس په اړه ډول ډول شيان پيرودونکي نظر ورجلبوي. نه يوازې په بېجينګ کې اوسېدونکي بهرنيان ، بلکې چيني ځوانان ټول تياريانې نيسي چې په دغه ښار کې يو خوندور او په زړه پورې کريسمېس ونمانځي.
زموږ راډيو د کريسمېس د نمانځلو لپاره پر دروازې او په سالون کې د کريسمس سپين ږيری بابا اېښودل شوی دی چې دلته د لوېديځو هېوادونو د کارکوونکو لپاره د ډېر خوشالۍ وړ او زړه ته نژدی دی. اوس په چين کې لازيات ځوانان کريسمس ته پاملرنه کوي او د دغه فيسټيوال د لمانځلو لپاره ددوی لارې هم نوی دی.
په دې وروستيو ورځو کې د اقليمي بدلون په اړه د کوپنهاګن غونډه تر سره شوه. په دغه غونډه کې د شنوخونيزو ګازونو د ايستنې اندازې د کمولو غوښتنه شوې ، نو د چين په يو شمېر پوهنتونونو او پوهنځيو کې زده کوونکو د شين رنګ د کريسمېس غوښتنه هم وکړه چې د مبارکۍ کارډ پر ځای خپلو دوستانو ته ميوې ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |