CRI Online

يون نان ولايت ته سفر (درېيمه برخه)

cri     (GMT+08:00) 2009-12-29 15:02:28

يونليک
يون نان ولايت ته زما سفر
درېيمه برخه


د دالي ښاري دروازه چې له څانګشان غره سره څيرمه ده  

پر څانګشان غره سربېره ارهای جهيل هم د دالي ښار يوه بله مهمه برخه ده. دغه جهيل ډېر لوی دی او د يادو شويو شانګوان او شياګوان دواړو سيمو په منځ کې واقع دی. د دغه جهيل په اوبو کې د سپوږمۍ انعکاس د ځايي وګړيو له خوا د طلايي سپوږمۍ په توګه بلل کېږي. د يو نکل له مخې وايي چې د سپوږمۍ په ماڼۍ کې شهزادګۍ به په شپه کې خپله هندارې باندې ارهای جهيل ته رڼا اچوله چې په دې وسيله يې د ډېرو کبانو د نيولو لپاره له ځايي کب نيوونکيو سره مرسته کړې وه. نو کب نيوونکيو به ډېر زيات کبان نيول او له امله يې د دوی په ژوند او اقتصاد ښه اغېز کولو او په پای کې د شهزادګۍ هنداره په دغه جهيل کې پر طلايي سپوږمۍ بدله شوې ده.

که څه هم زه يوازې په دالي ښار کې دوه ورځې پاتې شوم، خو دغه ښار زما په زړه ډېرې ښې او تل پاتې ژورې خاطرې پريښې دي. زه د دغه ښار له څانګشان غره او ارهای جهيل سره، له باد، ګلان، واورو او سپوږمۍ سره او تر ټولو مهم له ځايي وګړيو سره ډېره مينه لرم.


د دالي ښار په لرغوني ښارګوټي کې رسټورانټونه 

 د سفر په پای کې مې د دالي د لرغوني ښارګوټي په يو رسټورانټ کې د بای قوم ځانګړی چای يعنې د دری کورس خوندور چای وڅښلو. دری کورس يې لومړی تريخ چای، دوهم خوږ چای او درېيم چای هغه چای دی چې له څښلو وروسته به ډېر زيات خخوند او مزه احساس کړئ. زه فکر کوم چې ښايي دغه دری کورس چای د ژوند په اړه د ځايي وګړيو د رويې استازيتوب کوي. د چای څښلو په وخت کې مې د دې په اړه يو شعر هم ليکلی او هيله منه يم چې د دالي ښار مهربان وګړي به تل په ښه ډول خپلې ارزښتناکې طبيعي منظرې وساتي او ښه راتلونکې به ولري.

د شياګوان باد

د شانګوان ګلان

د شياګوان باد د شانګوان ګلان ريژوي

د ارهای سپوږمۍ

د څانګشان واورې

د ارهای سپوږمۍ د څانګشان واورې رڼا اچوي

هوسۍ

د ٢٠٠٩ کال د ډيسمبر ٢٤مه نېټه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای