CRI Online

د چين په ملي تياتر کې يوه په زړه پورې ډرامه

cri     (GMT+08:00) 2009-12-31 09:59:48

ګرانو دوستانو، راتلونکی کال د چين د مشهور ډرامه جوړونکی څاو يو د زېږېدنې ورځ او يوه پيړۍ وړاندې په همدې ورځ زېږېدلی وو. د چين ملي تياتر به د راتلونکي کال په پيل کې د ښاغلي څاو يو له خوا د جوړ شويو ډرامو د يادونې لپاره يو لړ نورې مشهورې ډرامې هم نندارچيانو ته وړاندې کړي.

ښاغلي څاو يو په ١٩١٠ کال کې په تيان جين ښار کې زېږيدلی وو او په ١٩٩٦ کال کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړلې . دده له خوا د سخت باران، لمرخاته او د دښتې په نامه اته مشهورې ډرامې ليکلې دي.

د چين ملي تياتر به د راتلونکي کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د ښاغلي څاو يو له خوا د دښتې په نامه ډرامه د کتونکيو لپاره نندارې ته وړاندې کړي چې د تيان جين د خلکو د هنري تياتر له خوا طرحه شوی ده. دغه راز د ښاغلي څاو يو د زېږېدنې ورځې د يادونې مراسم به هم ونمانځل شي. په ٢٠١٠ کال کې به د څاو يو له خوا جوړ شوی د سخت باران، لمرخاته او د بېجينګ خلک په نامه يو لړ ډرامې په وار سره نندارې ته وړاندې شي.

د تېرې پيړۍ په درېيمه لسيزه کې د څاو يو له خوا جوړه شوې د سخت باران په نامه ډرامه په چين کې د عصري ډرامې د يوې بېلګې په توګه ګڼل کېږي. د اړوندو پوهانو په اند تر اوسه پورې د ډرامو د جوړولو په برخه کې د ښاغلي څاو يو برياليتوبونه تر ټولو ستر دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای