CRI Online

نن به د افغانستان نوې کابينه رامنځته شي

cri     (GMT+08:00) 2010-01-02 19:15:17

٢٠١٠ کال په خوشحالۍ او نيکمرغۍ سره پيل شوی دی. خلک د يو نوی کال په پيل کې عموماً ډېرې هيلې لري چې په روان کال کې به بشپړې شي. افغان خلک په ځانګړې توګه هيله لري چې په خپل هيواد کې سوله او امنيت رامنځته شي.

د افغانستان په سياسی برخه کې يوه مهمه پېښه د کابينې جوړښت دی. د ولسمشر حامد کرزي نوې کابينه به شېبه په شېبه رامنځته شي. د جرګې وکيلان اوس د وزيرانو کانديدانو ته رايې ورکوي. د دغه هيواد د اړوند قانون له مخې د کابينې غړي ټاکنه په پارلمان کې لږ ترلږه د ١١٧ موافقو رايو ته اړتيا لري.

معلومه نه ده چې کوم کوم کانديد کافی رايې ترلاسه کړي که نه؟ افغان وګړي پر نوې کابينه څرنګه هيلې لري؟ دغه نوې کابيه به په څه ډول کار وکړي؟

موږ يوازی يادو شويو مسئلو ته سترګې په لار يو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای