CRI Online

د کونمينګ ټاپه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-14 17:48:56

يونليک

يون نان ولايت ته زما سفر

څلورمه او وروستۍ برخه

د کونمينګ ټاپه

کونمينګ د يون نان ولايت مرکزي ښار او په دغه ولايت کې زما د سفر وروستی تم ځای دی. زه د ډېسمبر د اوومې نېټې د سهار په شپږ نيمو بجو د دغه ښار د اورګاډۍ سټيشن ته ورسېدم او ورپسې د ځايي عام بس په وسيله د دغه ښار مرکز يعنې د وګړيو ډګر ته لاړم. ما غوښتل چې د ښار په مرکز کې لومړی د ځان لپاره يو استوګنځای پيدا کړم ځکه زه به په کونمينګ کې يوه ورځ پاتې کېدلم. په مرکز کې اوسېدلو مې کولی شول چې ډېر وخت سپما او ولرم.

د KFC او McDonald په شان ژوجيا هوټل يو سپموونکی او انساتياوې برابرونکي هوټل دي چې فرعي څانګې يې د چين په بېلا بېلو ښارونو کې موقعيت لري. ما د کونمينګ ښار په مرکز کې ژوجيا هوټل هم پيدا کړ او د دغه هوټل د استوګنې د تشريفاتو له بشپړولو وروسته د دغه ښار يو مشهور ځای د ګلونو بازار ته لاړم.


په کونمينګ ښار کې د ګلونو بازار

څوک چې کونمينګ ښار يادونه کړي، هرومرو به د دغه ښار د ګلونو له بازار سره د هغه خبرې تړاو ولري. د کونمينګ ښار د هوا د تودوخې درجه په منځنۍ توګه د سانتي ګراډ ١٥ درجې ته رسېږي او په دغه ښار کې واوره نه وريږي. نرمه هوا او زيات بارانونه د نباتونو او ګلونو ودې ته ښه شرايط برابروي او په کونمينګ ښار کې د پسرلي، دوبي، مني او ژمني په څلورو فصلونو کې ګلونه تل د غوړېدا په حال کې وي.

په رښتيا توګه د کونمينګ د ګلونو بازار نه يوازې خپلو ښاريانو ته ګلونه برابروي، بلکې د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته ګلونه هم صادروي. د بېجينګ د ګلونو په بازارونو کې ګلونه يو يو او ګېډۍ ګېډۍ هم پلورل کېږي، خو ګلونه د کومينګ په بازارونو کې په کيلوګرامونو پلورل کېږي. زما په اند دا ډېره حيرانوونکې ده. ښايي چې ګلونه د ځايي وګړيو په سترګو کې د سابو په شان وي.


د پراګ په رسټوراټ کې خپل سفر ته د خدای پامانۍ ويل

د کومينګ شپه ډېره فعاله چې له هيجان او لوړ اوازونو څخه ډکه وي. ما د پراګ کافي په نامه يو رسټورانټ کې د ماښام ډوډۍ وخوړله او په عين وخت کې مې يون نان ولايت ته خپل سفر ته د خدای پامانۍ له ويلو مخکې د خپل زړه يو شمېر احساسات په لاندې کرښو کې داسې راغونډ کړل:

ته به د شپې په کوم ځای کې خوب کوې؟ که په يوه کوچنۍ لرغونۍ ولسوالۍ کې او که د نړۍ په هر ځای په لويو ښارونو کې، ته به لا هم له خپلو فکرونو سره، له خپلو برياليتوبونو او تېروتنو سره خوب کړې. فکر کوم چې هغه شی چې زما له خوا په دايمي او رښتينې توګه غوښتل شوي، په يو نوي ځای او يا خپلې اشنا کورنۍ کې له خوبه پاڅول دي، له مينې سره.

هوسۍ

د ٢٠١٠ کال د جنورۍ ديارلسمه نېټه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای