CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو پنځه پنځوسمه کاليزه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-22 10:14:38

د روان کال د جنورۍ ١٩ نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له پنځه پنځوسمې کاليزې سره برابره وه. ددغې ورځې د نمانځلو لپاره د همدې ورځې په ماښام د چين د خلکو د دوستۍ ټولنې په سالون کې يوه لويه مېلمستيا جوړه شوه. ډېره خوشحاله يم چې ما له ٥ ملګريو سره يو ځای په دغه فعاليت کې ګډون وکړ.

د يادې شوې ټولنې مشر چن هاو سوو، د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال هو جنګ يو ، په افغانستان کې د چين پخوانی لوی سفير يانګ هوو لان ، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير مرستيال محمد کبير فراهي او په چين کې د افغانستان لوی سفير سلطان احمد بهين په ګډون د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ساحو سل تنو شخصيتونو په کې ګډون درلود. د مراسمو په پيل کې د چين او افغانستان ملي سندری ننداره شوې، بيا د چين د خلکو د دوستۍ ټولنې مشر چن هاو سوو او وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير مرستيال محمد کبير فراهي ويناوې وکړې. ښاغلي فراهي وويل د افغانستان او چين ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له ٥٥ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکې په هر اړخيزه توګه پرمختګ موندلی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تبادلې او دوستۍ پياوړې شوې دي . د چين د يو ګاونډي هېواد په توګه افغانستان له چين سره دوستۍ ته ډېره پاملرنه کوي .

د دغې مېلمستيا په ترڅ کې مې له لوی سفير سلطان احمد بهين، لومړی سېکرتر اسلمي او په چين کې د افغانستان له زده کوونکي بهرام الدين عادل سره د شانګ های د نړيوال نندارتون په اړه مرکې وکړې . مهرباني وکړئ چې په راتلونکو ورځو کې د دغه نندارتون په اړه خبرونو ته پاملرنه وکړئ، ځکه چې دغه نندارتون به يو ستر او ځلانده نړيوال نندارتون وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای