CRI Online

د پسرلني اختر د رسېدو لپاره هر کلی کوم

cri     (GMT+08:00) 2010-02-13 18:52:36

د فبرورۍ ١٣ نېټه د چين له پسرلني اختر سره برابر ده ،د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د دغه اختر د لمانځنې لپاره فضا توده ده .د اړتيا وړ توکيو غرضه پوره ده چې د پسرلني اختر په موده کې د خلکو اړتياوې پوره شي .

په دې وروستيو ورځو کې د چين په شمالي برخه کې د واورې اورښت له امله خلکو له مصيبت سره مخامخ شوی دی، خو د مرکزي او سيمه ييز حکومت کوششونو له امله دوی له مصيبت څخه ژغورل شوي دي . مونږ هيله لرو چې دوی په نيکمرغۍ کې ژوند کوي.

روان کال د پړانګ کال دی چې چينايانو ته به يې نه يوازې لازيات ځواکونه ورسوي بلکې ځاني باور لا ټينګ شي.که څه هم په نوي کال کې به زيات ستونزې او پړاوونه رامنځته شي ، خو مونږ باور لرو چې دغه ستونزې له منځه يوسو او په پړانګ کال کې لازياتې ګټې تر لاسه کړو.د دې ترڅنګ مونږ هم هيله لرو چې په نوي کال کې افغان دوستان لا نيکمرغه ژوند وکړي او ښه راتلونکی ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای