CRI Online

پسرلني غونډه

cri     (GMT+08:00) 2010-02-15 17:47:41

پسرلني غونډه چې خلک د پسرلني اختر په موده کې د معبد په شاوخوا سيمه کې راغونډيږي او بېلا بېل فعاليتونه تر سره کوي،د چين د کلتور او فرهنګ په تاريخ کې يو دود بلل کيږي او د بېلا بېلو ځايونو د ملکي وګړيو له ژوند سره نژدې اړيکې لري.دغه غونډه د پرمختګ په بهير کې له ټولنيزې اړتياوې سره سمون لري چې د جوړولو په پيل کې يې د معبدونو له مذهبي فعاليتونو سره اړيکې درلودې او په مهمو او ټاکلي اخترونو کې تر سره کېده . اوس مهال دغه غونډه د ملکي وګړيو له خوا د شيانو اخيستلو لپاره يو عمده بازار ګرځي چې د خلکو د ژوند اړتياوې پوره کوي .

ګڼ شمېر ښځې په دغه غونډه کې شيان اخلي چې بيې يې ارزانې دي او د ورځنيو توکيو او نورو شيانو په شمول د مالونو ډوله يې بشپړ دي او کيفيت يې هم ښه دی .د دې تر څنګ د بېلا بېلو ځايونو ځانګړي خوراکونه په دغه غونډه کې ليدل کيږي ، سره بېره پردی په ځينو سيمو کې نندارې هم نندارچيانو ته وړاندې کيږي .کله چې پسرلني اختر رارسيږي ،په دغه غونډه کې د ګډون کوونکيو شمېر ډېر زيات دی حتی په يوه ورځ کې دغه شمېر څو لګو ته رسيږي . اوس مهال د ځينو سيمو په دغه ډول غونډه کې بېلا بېل قومني دودونه هم ښودل کيږي .نو که تاسې فرصت ولري، بايد د پسرلني اختر په موده کې چين ته سفر وکړي او دغه غونډه وګوري، تاسې به هرو مرو په زړه پورې توکي پيدا وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای