CRI Online

د پاکستان پيلوټې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-12 16:55:43

٢٥ کلن انبرين ګل د پاکستان يوه پيلوټې ده چې د پاکستان د هوايي پوځ په تاريخ کې پر لومړنې ډلې ښځينه پيلوټانو څخه يوه تنه ده. 

د پاکستان هوايي پوځ د دغه هېواد له جوړېدو راهيسې شپېته کلن تاريخ لري چې ټول سرتيري نارينه وې دي ، خو له ٢٠٠٦ کال راهيسې د پاکستان د دفاع وزارت د ښځينه پيلوټانو د راغوښتلو او روزلو پرېکړه وکړه ، خو په همدې کال کې د ثبت شويو ښځو شمېر ډېر لږ و . خو له نيکمرغه اووه تنه ښځې له ښوونځي څخه فارغ شوي او د هوايي پوځ د جنګي الوتکې د پيلوټانو په توګه ټاکل شوي دي .د انبرين پلار د يو شرکت عمومي مدير دی او د نوموړي خبر له اورېدو وروسته يې ډېر خوشحاله دی .انبرين هم ډېر خوشحاله ده او وايي : دغه مسلک شوق او ذوق ته اړتيا لري . زه وياړم چې د جنګي الوتکې د چلولو له لاې د خپل وطن د امنيت د ساتلو دنده پر غاړه اخلي .

د امريکا د يوې مجلې د بېلا بېلو هېوادونو د امنيتي حالت د پلټنې له مخې پاکستان په نړۍ کې له خطرناکو هېوادونو څخه يو دی چې څلورم مقام يې نيولی دی . نو ځکه که ښځې د پيلوټانو دنده پر غاړه ولري، له خطرونو سره به يې مخامخ وي ، دغه ښځينه پيلوټان وويل : په پاکستان کې د ښځينه پيلوټانو د راغوښتلو او روزلو سياسي موخې د جنګي موخې په پرتله زياتې دي او څرګنديږي چې ښځې او نارينه وې مساوي حقونه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای