CRI Online

د چين پنځه ولايتونه او سيمې د وچکالي په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2010-03-25 09:31:32

د مارچ ٢٢مه نېټه د اوبو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.خو اوس مهال د چين په جنوب لويديز پنځه ولايتونه او سيمې د وچکالي په حال کې دي او زرګونه تنه وګړي د اوبو له کمښت سره مخامخ دي .په روان کال کې د اوبو د نړيوالې ورځې عمده مضمون د پاکو اوبو د سرچينو تامينول او د يوې روغتيايي نړۍ برابرول دي .

اوس مهال د چين په جنوب لويديز کې سيندونه وچ شوي او کرنيز توکي له وچکالي سره مخامخ دي .د يون نان ، ګونګ شي، ګوي جو، سه چوان او چونګ چينګ په شمول پنځو ولايتونو او ښار کې د وچکالي حالت سخت شوي دي.د مارچ له ١٩ مه نېټې څخه تر ٢١ مه نېټې پورې د چين صدراعظم ون جيا باو د يون نان ولايت له چو جينګ ښار څخه ليدنه کتنه وکړه او د وچکالي ځپلي وګړيو د حال و احوال پوښتنه يې وکړه.

په وروستيو ورځو کې د وچکالي په وړاندې د چين د ناورينو د کمولو کميټې او د ملکي چارو وزارت د چلورمې کچې بيړنی لايحه پيل کړې او کاري ډله يې ناورين ځپلو سيمو ته لېږلې ده .د معلوماتو له مخې د مارچ تر ١٦ مې نېټې پورې د وچکالي له امله د سه چوان ولايت د ١٣ ښارونو او ايالتونو شپږ مليونه او يو لک او شپېته زره تنو ته زيانونه رسيدلي او يو مليون او دری لکه او لس زره تنه د څښاکو اوبو له ستونزو سره مخامخ دي .د دغه حالت په وړاندې دغه ولايت ناورين ځپلو وګړيو ته مرستندويه پيسې ور کړې دي او بی وزلو کورنيو ته يې ضمانت برابر کړی دی.

که څه هم د ګوي جو ولايت په ځينو سيمو کې باران اوريدلی ، خو د وچکالي حالت نه دی له منځه يووړل شوی .د معلوماتو له مخې د مارچ تر ١٥ مې نېټې پورې ١٦ مليونه او شپږ لکه او څلوېښت زره تنه وګړي له ناورين سره مخامخ دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای