CRI Online

د لنډې مودې لپاره د پښتو څانګې څخه لېری يم

cri     (GMT+08:00) 2010-03-30 01:31:20

د روان کال له پای څخه تر اوسه پورې په لنډ مهالي توګه د پښتو له څانګې څخه جلا يم او دغه زما لېرولی به تر جون پورې دوام وکړي. په دې ورځو کې زه د سی ار ای راډيو د خبرونو مرکز په نړيوالې څانګه کې کار کوم او په عمده توګه د نړيوالو خبرونو او تبصرو د ايديت کولو دنده پر غاړه لرم. زموږ په راډيو کې د بېلا بېلو ژبو څانګې هره ورځ د خبرونو د مرکز له خوا برابر شوي چيني خبرونه، تبصرې او مضمونونه ژباړي او خپل پروګرام جوړوي. نو دا ځل ويلی شم چې زه د پښتو څانګې په پرتله په يو ډېر توپير لرونکی څانګه کې کار کوم، زه هم ډېره خوشاله يم چې د نورې پوهې د زده کولو فرصت تر لاسه کوم. ويلی شم دغه کار د خبريال کېدلو او د مرکې د سويې لوړتيا لپاره ډېر ګتور دی.

زما اوسنی کارونه دا دي د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې د راډيو د خبريالانو او يا د سين هوا اژانس او د نورو مهمو نړيوالو خبري رسنيو خبرونه، تبصرې او مضمونونه يډيټ کوم. نو په دې ترڅ کې می زياتې تجربې لاس ته راوړلی. د خبرونو په مرکز کې د کارکوونکيو شمېر د راډيو د نورو مرکزونو په پرتله زيات دی. که له چينی ژبی پرته د نورو ژبو د څانګو خبريالان د بهرنيو هېوادونو د خبريالانو په سټيشنونو کې کار کول غواړي، بايد مخکې په دې مرکز کې کار تر سره کړي چې د مرکې د تخنيکونو او د متنونو د ليکلو له مهارت سره ښه بلد شي.

زه اوس يوازی هره اوونې د پښتو څانګې لپاره د شينجيانګ ته کتنې او د کورنی او بهرنۍ موسيقې پروګرامونه جوړوم. خو زه هيله لرم چې بير ته پښتو څانګې ته له ستنيدو وروسته په نوره ښه توګه تاسو ګرانو اوريدونکيو ته خدمت وکړم!

زما په نظر په ژوند کې زياتې تجربې ګټورې دې، په دې نيم کال کې کارونو ما ته زياتې ګټې ورسولې چې زما د راتلونکی لپاره يو نه هيريدونکی او قيمتي وخت په مانا دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای