CRI Online

د اوبو د نفوذ په پېښه کې يو سل او پنځلس تنه ژغورل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2010-04-06 10:25:08

د اپريل په پنځمه نېټه د چين د شان شي ولايت د وانګ جيا لينګ د سکرو په کان کې د ابو د نفوذ په پېښه کې د وګړيو د ژغورنې کارونو ستر پرمختګ تر لاسه کړی چې د همدې ورځې له غرمۍ وروسته تر دريو بجو پورې يو سل او پنځلس تنه کلابند کسان په بريالۍ توګه ژغورل شوي دي .د ژغورني کارونو د قوماندانۍ مرکز ژغورونکيو ته لارښوونه ور کړې چې د اوبو خوشي کول او د وګړيو ژغورل به د کليدي کار په توګه وټاکي او له علمي اصولو سره سم تر خپلې وسې پورې نور اته ديرش تنه کلابند کسان وژغوري .

د دغه خبر له اورېدو وروسته د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو د ژغورل شويو کسانو د حل واحول پوښتنه وکړه او ژغورونکيو ته احترامات تجديد کړ او د قوماندانۍ له مرکز څخه يې غوښتنه وکړه چې د ستړتيا په له منځه وړلو سره تر ممکنه حده پورې نوی کلابند کسان وژغوري .

اوس مهال له دغو يوسل او پنځلس تنو څخه د زياترو وګړيو روغتيايی حالت ښه دی . تر اوسه پورې په دغه پېښه کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې . د شان شي ولايتي حکومت او د روغتيا وزارت کارپوهانو له مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې شپېته تنه د تان يوان د ښار مهم روغتون ته ولېږي.

د چين د امنيتي چارو د څارنې د عمومي ادارې مشر لو لين وويل ، د کلابند کسانو د ژغورلو په بهير کې دوه عجيب کارونه جوړ کړي دي .د شان شي ولايت د دغې پېښې په اړه وياند ليو ده ځينګ وويل، د قوماندانۍ مرکز لاهم د اوبو خوشی کول او د کلابند کسانو ژغورل د لومړنې دندې په توګه ټاکلی دی . تر اوسه پورې د خوشي شويو اوبو اندازه يو لک او اتيا زره مربع مترو ته رسيدلې ده.د ژغورنې کارونه لاهم په ثابته توګه روان دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای