CRI Online

د ماشومانو نړيواله ورځ

cri     (GMT+08:00) 2010-06-01 15:12:08

نن ورځ چې د جون لومړی نېټه ده، د ماشومانو له نړيوالې ورځ سره برابره ده. د بېجينګ په ګوټ ګوټ کې خوشحال ماشومان ليدل کېږي چې دوی له خپل پلار او مور سره يو ځای د دغې ورځ په نمانځنه بوخت دی. هيله لرم چې په ټوله نړۍ کې ماشومان په امنيتي چاپيريال کې په نيکمرغه ژوند کولای شي.

خو د م م د ماشومانو د صندوق د ويبپاڼې د شمېرنې سره سم، اوس په نړۍ کې څه باندې يو مليارډ تنه ماشومان لا هم له جګړو، شخړو او نښتو سره مخامخ دي او څه ناڅه دوه لکه او پنځوس زره تنه ځوان د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د وسله والو سازمانونو او ځواکونو کې عسکري خدمت کوي.

هغه ماشومان چې د جګړو په ځايونو کې زېږېدلی، د ماشوم توب ښه موده نه لري. اوس په افغانستان، عراق او سوماليا کې زيات ماشومان هميشه له چاودنو، بريدونو او ډزو سره مخامخ دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د روان کال د مارچ په شپږمه نېټه ويلي، چې اوس څه باندې پنځه مېلونه تنه افغان ماشومان د امنيتي حالاتو له امله په ښوونځيو کې زده کړه نه شي کولای. دغه راز، په ٢٠٠٩ کال کې په افغانستان کې دری سوه او شپږ څلويښت تنه ماشومان د شخړو او نښتو له امله وژل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای