په دې وروستيو ورځو کې د چين د فوجيان ، جيانګ شي او ګوانګ شي په شمول ځينو جنوبي سيمو کې د سخت باران د اورښت له امله زيات وګړي او د ترانسپورټ او بريښنا د برابرولو په شمول زياتې چارې زيامنې شوې دي . زما ټاټوبي فوجيان ولايت هم د بارانونو له امله سيلابونه رامنځته شوي او بريښنايي شبکه هم زيامنه شوې چې له امله يې د ګرد ولايت اووه لکه او شپېته زره کورنيو ته منفي اغيزه کړې ده .
د چين د فوجيان ولايت د بريښنا برابرولو د شرکت په وينا د پر له پسې بارانونو د اورښت له امله د دغه ولايت په شمالي سيمه کې نوی سلنه بريښنايي شبکه يو ځل بيا زيامنه شوې چې د جون په ١٧ مه نېټه ترميمه شوې ده .د دغه حالت په وړاندې د جون د ١٨ مې نيټې په شپه نوموړي شرکت په بيړني توګه د سختو بارانونو سره د مقابلې لپاره د بريښنا برابرولو کارونه ترتيب کړي او اړونده بيړنی لايحه يې پيل کړې ده چې په سيلاب ځپلو سيمو کې د برېښنا برابری ژر اعاده شي .
هيله لرم چې زما ټاټوبي له سيلابونو څخه ژر ژغورل شي او د خلکو ژوند په عادی توګه روان وي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |