د جولاۍ په درېيمه نېټه په ٢٠١٠ کال کې د فوټبال د نړيوال جام د منځنی پړاو وروستي سيالی پای ته ورسېد. تر اوسه په نيمه نهايی مسابقو کې ګډون کوونکی څلور تيمونه په پوره توګه رامنځته شوی دی. د اروګوي ټيم به په لومړنی نيمه نهايی مسابقه کې له هلند سره او د المان ټيم به په بله نيمه نهايی مسابقه کې له هسپانيا سره مسابقه وکړي.
د اروګوی ټيم په منځنی پړاو سيالی کې د غانا ټيم ته ماتی ورکړ.
د هلند ټيم په منځنی پړاو سيالی کې د برازيل ټيم ته ماتی ورکړ چې د نړيوال جام د سياليو له پيل نه مخکې د زياتو وګړيو په اند، د برازيل ټيم به لومړی مقام ونيسي. خو د هلند ټيم په سيالی کې بريالی شو.
د المان ټيم په منځنی پړاو سيالی کې د ارجانتين ټيم ته ماتی ورکړ.
په وروستي منځنی پړاو سيالی کې د هسپانيا ټيم د پاراګوي ټيم ته ماتي ورکړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |