CRI Online

اتم ځل کيږي چې د کوبا مشر فيلد کاسترو د عامو وګړيو په وړاندې ښکاره شوی

cri     (GMT+08:00) 2010-07-31 19:54:12

د کوبا مشر فيلد کاسترو د جولای په ٣٠ مه نېټه د هاوانا د نندارتون په مرکز کې د دغه هېواد د کمونېستي ځوانانو ټولنې له ځوانانو سره وکتل . دا اتم ځل دی چې مشر فيلد کاسترو د عامو وګړيو په وړاندې ښکاره شوی .

د جولای په ٣٠ مه نېټه په سهار کاسترو مرکز ته ننوتلی او ور پسې يې له کابو سلو تنو ځوانانو سره د يو ساعت لپاره خبرې وکړې او له دغو ځوانانو سره خپله هيله څرګنده کړه.

په دغه کتنه کې کاسترو هغه پنځه کوبايان ياد کړي چې اوس د امريکا د کاريفونيا ايالت په زندان کې پاتی دي چې د کوټې پلنوالی يې يوازی يو متره دی .دغه پنځه کوبايان د امريکا له خوا د جاسوسانو په توګه ګڼل کيږي او په تېرو دوولسو کلونو کې بندي کېدل، خو د کوبايانو په أند دوی اتلان دي .

کاسترو د ٢٠٠٦ کال په جولای کې د ګيډۍ ناروغۍ له امله په روغتون کې پاتی ول او په تېرو څلورو کلونو کې د عامو وګړيو په وړاندې نه دی ښکاره شوی ، خو په روانه مياشت کې اتل ځل کيږي چې دی د عامو ګړيو په وړاندې ښکاره شوی . د ٢٠٠٨ کال په فبرورۍ کې کاسترو ډېر لوړ پوړي واک خپل ورو ته سپارلی ، خو هغه لاهم د کوبا د کمونېس ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي دنده پر غاړه لري . د روان کال د اګېست تر ١٣ مي نېټې پورې به د کاسترو عمر څلور اتيا وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای