CRI Online

لوی اختر قربانۍ اختر مو مبارک شه!

cri     (GMT+08:00) 2010-11-17 17:28:16

لومړی ، زه د خپل وېبلاګ ټولو کتوونکيو ته د لوی اختر مبارکي وايم! اختر مو مبارک شه، په دې هيله چې خوشاله نېکمرغه اختر ولرئ!

دوهم، بښنه غواړم چې د دومره اوږده وخت لپاره مې د خپل وېبلاګ لپاره هيڅ ليکنه نه ده کړې، ځکه ډېره لټه يمه او هم لږ څه بوخته، نو زه به څو خوندور چيني خوراکونو تاسو ته در وپېژنم چې ما پخپله په کور کې پاخه کړي، اخلی پخلی زما د خوښې له کارونو څخه دی، په فارغ او د رخصتۍ په ورځو کې پخپله اخلی پخلی کوم.

لومړی ، يو ډول اش

 

پخلنځی زما د خوښې ځای دی، هره ورځ د ډوډۍ پخول زما لپاره په زړه پورې او د خپلې خوښې خوندور خوراکونو پخوم چې په ډېره اسانه توګه پخول کيدای شي.

زه نه پوهيږم چې په عکس کې له په لوښې کې يو ډول اچول شوي خواړه او د نورو شيانو نومونو ته په پښتو ژبه کې څه ويل کيږي.

دوهم،potato mash(دغه نوم ته په پښتو ژبه څنګه ويل کيږي؟ نپوهيږم)

 

دغه خوراک يوازې د څو کچاليانو، لږې غوښې او شيدو ته اړتيا لري.

درېيم، پخپله جوړه کړې کافي

 

يو کافي ماشين مې په لوی مارکېټ کې واخيست او هره ورځ يوه پياله کافي څښم. په عکس کې په سره کڅوړه کې کافي دانې شته چې زما ملګري په کنيا اخيستل شوې دي.

وروستۍ، يوه خوندوره مېوه ده (په پښتو کې مې يې نوم نه دی زده)

 

يوځل بيا تاسو ته د لوی اختر مبارکي وايم ! هيله ده چې هره ورځ خوندور خوراکونه وخوړلای شئ، روغ او خوشاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای