CRI Online

زما په سترګو کې د ګوانګ جو د معيوبينو اسيايي لوبې 

cri     (GMT+08:00) 2010-12-20 17:11:46

په تيره اوونۍ کې د ګوانګ جو د معيوبينو اسيايي لوبې پيل شولې چې بيابيا مې په ټلويزيون کې د لوبو ژوندۍ خپرونه وکتلې او د معيوبو لوبغاړيو هڅانده روحيه مې وليدله.

د ګوانګ جو د معيوبينو د اسيايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د افغانستان لوبډله 

د افغانستان ٨ تنه لوبغاړيو د ګوانګ جو د معيوبينو په اسيايي لوبو کې ګډون کړی چې په جلا جلا توګه په اتلتيک، بايسکل ځغلونه، وزنه پورته کول، لامبو وهلو او پينګ پانګ په سيالو کې سيالي وکړه. زما په اند دوی د افغانستان د معيوبينو په استازيتوب د خپلواکۍ، سولې، باور او ټينګې روحيې به نړيوالو ته څرګندې کړي. په افغانستان کې ځينې کسان د جګړو يا نورو بدمرغه لاملونو له امله معيوب شوي دي، خو دوی بيا هم لوړه حوصله له ځان سره لري په غم او خواشينۍ کې نه دي ډوب او په ژواند کې ټينګه ارادې خاوندان دي، دوی د قدر او درناوی وړ دي.

چيني لوبغاړی چن هونګ جيا چې د اوه کلنۍ په عمر کې يې د لوړ ولټاژ برېښنا د نيولو له امله خپل ښی لاس پرې او کيڼ لينګی سخت زيانمن شو، په جګ ټوپ کې سيالي وکړه او د ١اعشاريه ٨٨ مترو ټوپ وهلو سره يې طلايي مډال يې وګاټه چې دغه لوړتيا د زياتره سالمو، روغو کسانو لپاره هم يو سخته ده. که څه هم د ده مور په ٢٠٠٨ کال کې له دنيا څخه څخه سترګې پټې کړي، خو هغه احساس لري چې د ټوپ وهلو په ترڅ کې د خپلې مور ارمانونه پوره کوي او ورته نژدې کيږي. د مور مينه د ده لپاره خوځنده قوه ده، هغه غوړاي چې د خپلې مور وياړ وګرځي.

(د ښی لاس عکس: چن هونګ جيا) 

جاپاني د لامبو وهلو لوبغاړی يامادا تاکورو وويل، د ننداره چيانو شاباسی تر ټولو زموږ لپاره ښه تشويق دی او د خپل خوځنده ځواک سرچينه مو ده.

بامادا تاکورو وويل: د ننداره چيانو شاباسی د طلايي مډال په پرتله لا زيات مهم دی!

ځيني کسان داسې اندېښنه لري چې سپورټي سيالی د معيوبينو باندې يو ظالمانه، جبر، زور او زياتی دی؟ خو رښتيا دا ده چې معيوبين د خپل قوت په اتکا کار کوي چې په ټولنه کې د دوی خپلواکي او درناوی د سالمو کسانو په څېر دي. ښايي چې د معيوبينو د لوبو بل ارزښت دا هم په ګوته شي چې معيوب لوبغاړي خپله ټينګه اداره او ارزښت په ټولنه کې د سالمو خلکو تر منځ ښودلی شي.

لا زيات معيوبين د خپلو کوښښونو له لارې ډګر ته د همدې لوبو په ترڅ کې را وتلي دي چې معيوبين د عادي کسانو په شان خپلواک انسانان دي او د ټولنې لپاره خدمتونه او وياړونه ترلاسه ککولای شي. په ژوند کې همېشه لوړ و ځوړ را منځته کيږي، موږ باېد د خواشينۍ پېښو له پېښېدو وروسته لا هم د ښه ژوند لپاره هڅې کولو ته دوام ورکړو، ويل کيږي چې له بارانونو وروسته به شنه او سره زرغونه رامنځته شي.

هيله ده چې نړيواله ټولنه معيوبينو ته لا زياتې پاملرنې او خدمتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای