CRI Online

اقليمي بدلون ته پاملرنه

cri     (GMT+08:00) 2010-12-29 17:52:04

د کوپنهاګن او کانکون غونډو په ګډون د اقليمي بدلون په اړه د يو لړ مهمو نړيوالو غونډو د تر سره کيدو له لارې لا زياتو نړيوالو اقليمي بدلون ته پاملرنه ورکړې ده. خو پوښتنه دا ده چې دا اقليمي بدلون کوم دی؟ د م م په اړوند چوکاتي تړون د اقليمي بدلون تعريف ټاکلی چې په همدې ځای اقليمي بدلون له طعبيي اقليمي بدلون سره تاپور لري، اقليمي بدلون د انساني فعاليتونو تر اغيزو لاندې د هوا د حالاتو د بدلېدو سبب ګرځېدلي دي. اقليمي بدلون له دغو دريو برخو څخه ښکاريږي چې د نړيوالې تودوخې لوړتيا، تروش خوند مواد لرونکی باران(acid rain) او د ازون ايرو ګردجنې وريځې (ozone depletion) چې پکې د نړيوالې تودوخې لوړتيا دانسانانو په وړاندې تر ټولو بېړنې او سخته مسئله ده چې زموږ پر راتلونکی پورې اړه لري. خو ولی نړيواله تودوخه لوړيږي؟ )

د شنو خونيزو ګازونو اغيزه د نړيوالې تودوخې لوړتيا لومړی لامل دی چې پکې زياتره برخه کاربون دوه اکسايد دی. په تېرو څه باندې سلو کلونو کې انسانانو په عمده توګه د نفتو او سکرو د سوځولو په وسيله د ژوند او توليد انرژی تر لاسه کړي دي چې له امله يې رامنځته شوی کاربون دوه اکسايد نړيواله تودوخه لوړه کړې ده. خو اقليمي بدلون کومې اغيزې لري؟ 

اقليمي بدلون لاندينۍ اغيزې ولري: لومړی، د اوبو سرچينو کمښت. يخچالونه او کنګلونه د اوبو ټر ټولو لويه سرچينه ده، خو د تودوخه لوړتيا له امله به يخچالونه اوبو کي ژر ويلي شي. دوهم، د سختې او بدې هوا زياتوالی، لکه سيلابونه، ږلۍ، وچکالۍ، توفان او داسې نور.درېيم، د غلو دانو د توليدي اندازې ټيټوالی. څلورم، د سمندري اوبو سطحې لوړتيا. پنځم، د حيواناتو او نباتاتو د شمېر کمښت. شپږم، د هوا ناپاکوالی . نړيوالې ټولنې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره کومې هڅې کړې دي؟

نړيوالې ټولنې دغې مسئلې ته لا زياتې پاملرنې کړي دي. د اقليمي بدلون په اړه د م م په چوکاټي تړون، د کيوتو پرتوکل، د باليروډ په نقشې او د کوپيهاګين په تړون کې له اقليمي بدلون سره د ګډې مقابلې په هکله د پرمختلليو او پرمختيايي هېوادونو پر غاړه مختلفې دندې ټاکل شوي دي. تېر کال په کوپنهاګن غونډه کې يوه موخه وټاکل شوه چې په روانه پيړۍ کې د ټولې نړۍ د تودوخې زياتوالي اندازه تر دوه سانتي ګيراد پورې کنټرول کړي.

 

عام وګړي په ژوند کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره کومې هڅې کولای شي؟ تاسی په خپل ژوند کې د اقليمي بدلون احساسات لري؟ موږ بايد زموږ ګډ کور—— نړۍ وساتو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای