CRI Online

د شهزادګۍ هنري ډله زما ډېره خوښه ده

cri     (GMT+08:00) 2011-01-17 21:02:44

د Oynasun په نامه سندره زما ډېره خوښه ده ، دغه سندره د شهزادګۍ هنري ډلې لخوا ويل شوه. د شهزادګۍ هنري ډله له دريو ښکليو ازبکو نجونو څخه عبارت ده چې نومونه يې په جلاجلا توګه Muborak Ashurboeva، Shakhnoza Yuldosheva، Shakhnoza Yuldosheva دي. که تاسې د يو زر يو شپې داستان اوريدلی او يا به مويې فلم ليدلی وي ، د شهزادګۍ له نوم سره به هرومرو اشنا وی. درېواړو نجونو په ازبکستان کې زيږيدلې او په ٢٠٠٤ کال کې شينجيانګ ته راغلې دې. دغې ډلې په ٢٠٠٧ کال کې يې په شينجيانګ کې خپل دوهم د سندرو البوم خپور کړ چې پکې دوې سندرې په چيني ژبه ويل شوې او يو شمېر نورې سندرې د شينجيانګ د اويغورې قوم د ولسي سندرو لخوا اصلاح شوې دي.
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای