CRI Online

د چين د لرګيو په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2011-03-30 21:37:04

چينايان په لرګيو ډوډۍ خوري چې په انګليسي ژبه چوپستيک او په چيني ژبه کوای ځه وايي . د کوای ځه په باب د چين په شمال ختيځ کې يوه کيسه ده چې وايي دوه زره کاله مخکې د چين د شيا امپراطورې دورۍ بنسټ ايښودونکي چې يو نومېده ، د سيلاب مخنيوي په بهير کې درې واره له خپل کور څخه تېر شو، خو کور ته نه ننووت او په بهر کې يې ډوډۍ پخه کړله. کله چې په ديګ کې غوښې پخې شوې او اوبه يې هم ډېرې ګرمې وې ، نو غوښې يې په لرګيو خولو ته وړې چې دا د کوای ځه لومړی شکل و. د بشر تاريخ د تکامل تاريخ دی . په لومړۍ ټولنه کې انسانانو په لاسونو ډوډۍ خوړله ، خو د ګرمې ښوروا د څښلو او خوړلو لپاره لاسونه مناسب نه وو ، نو د زمانې په تېريدو سره د خوړلو وسايل مثلا کاشوغه ، کاشوغ پنجه او کوای ځه اختراع شويدي .

اوس د چين د لو شون ښار په موزيم کې د لرګيو په هکله يوازنې نندارې تالار جوړ شوی چې پکې د نوې ډبرې په زمانه کې د ژويو د هډوکيو څخه جوړ شوي لرګي په چون چيو زمانه کې د برېښنايي لرګي او اوسمهال عصري لرګي ليدل کېږی. له زرو بېلا بېلو لرګيو څخه د چين د لرګيو د پرمختګ تاريخ څرګندېږی. د مالوماتو له مخې، داسی لرګي په لو شون ښار کې د عامه وګړيو ليو باو ګوه او د ده پلار لخوا ور کول شوي. د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې ليو باو ګوه چې د لرګيو په کاروبار بوخت و، له بهرنيو سره د اړيکو او تبادلې په ترڅ کې يې د لرګيو تاريخي ارزښت پېژندلی. له هغه وخت څخه ليو باو ګوه له خپل پلار سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې لرګي راغونډ کړی. په ١٩٩٦ کال کې ليو باو ګوه د خپلې فابريکې په ديوال کې د لرګيو يو نندارتون جوړ کړ. خو ور پسې هغه احساس کړل چې د دې نندارتون کتونکي ډېر کم و. نو په ٢٠٠٠ کال کې ليو باو ګوه راغونډ شوي لرګي لو شون موزيم ته ور کړل چې له دې څخه د دوی تاريخي ارزښت تر ډېرې پورې ښودل او څرګندېږی.

په دغو زرو لرګيو کې تر ټولو اوږد لرګي د سوې امپراطورۍ په دوره کې توليد شوې چې اوږدوالی يې دری دېرش اعشاريه يو سنتی مترو ته رسيږی. دغه لرګی د جه جيانګ ولايت په يو ولسوالی کې له خاورو څخه راايستل شوې. په دغو لرګيو کې تر ټولو قيمتی لرګې د پيل له عاښ څخه جوړ شوې لرګي دي او تر ټولو لرغوني لرګي د چون چيو په زمانه کې توليد شوې لرګي چې اوږدوالی يې لس ګونه سنتی متره دی او د کارپوهانو تر قضاوتېدو وروسته پخلی شوي چې دا د هېواد لومړی درجه لرغوني اثر دی.

په دغه نندارتون کې ډول ډول لرګي شته چې د بېلا بېلو زمانو په نوماينده ګي کوي او خپل ځانګړتياوې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای