د کرنيزې جنترۍ له مخې ، نن ورځ د چين د کښتيو جشن سره برابره ده چې په چين کې بې له پسرلنی اختر څخه يو بل عنعنوی اختر دی چې په چيني ژبه دوان وو جيې نوميږی . د دوان وو اختر د چين د يو لرغوني شاعرچيو يوان د يادونې لپاره ټاکل شوی وو . چيو يوان د ميلاد نه شاوخوا دری سوه کاله مخکی ژوند کاوه . دده وطن يعنی د چو په نامه پاچاهۍ له راپرزيدو وروسته يی په سيند کې خپل ځان کښته کړ نو ځايی خلکو دغه ورځ د يوې ځانګړی ورځې په توګه ياده کړه او نسل په نسل د چيو يوان ملت پالنې په توګه پاتی شوه . نوموړی د چين په تاريخ کې يو ستر شاعر هم و چې د لی ساو په نامه د شعرونو يو کتاب يی ليکلی و.
اوس چينايان په دغه اختر کې يو ځانګړی خورا ک هم خوري چې زونګ زی نوميږی . د زونګ زی شکل مثلث ډوله دی چې په باڼسي پاڼو کې وريجی او مميز واچول کيږي او بيا په جوش اوبو کې خوټول کيږي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |