CRI Online

انحوی ولايت ته راډيويي سفر

cri     (GMT+08:00) 2011-06-09 15:10:01

د انحوی ولايت په هکله مالومات:

د انحوی ولايت د چين په ختيځ کې واقع، مساحت يې ١٣٩٦٠٠(يو سلو نهه دېرش زره شپږ سوه)کيلومتره مربع، مرکز يې د هفۍ ښار، پنځه ښارونه، اوولس ولسوالۍ او شپږ پنځوس علاقدارۍ لري د چين له شپږو نورو ولايتونو جيانګ سو، زجيانګ، جيانګ شي، هوبۍ، هېنان او شاندونګ ولايتونو سره ګډه پوله لري، نفوس يې ٦٣٦٩٠٠٠٠ (دري شپېته مليونه شپږ سوه نوي زره) تنه شمېرل شوی. انحوی ولايت د چين د کولتوري، علمي هنري استعدادونو سرچينه ده په دې ولايت کې اوس مهال د لوړو زده کړو ٨٢ پوهنتونه فعاليت کوي.

د انحوی ولايت د چين د پخوانيو او هم د اوسنيو لوړو مهمو شخصيتونو اصلي ټاټوبی پاتې شوی، د بېلګې په توګه د چين د دولت اوسنی رئيس هوجين تاو په انحوی ولايت کې زېږېدلی دی.

اقليم يې معتدل دی، اوړی يې ګرم او وچ، ژمی يې نسبتاً معتدل، پر انحوی ولايت خدای تعالی پرېمانه طبيعي ښکلاګانې لورولي د ګڼ شمېر ګرځندويانو تر منځ مشهور نوم لري، بې شمېره د ليدلو وړ ښکليو منظرو درلودونکی دی، سيندونه، رودونه، جهيلونه، شنه په ځنګلونو پوښل شوي غرونه يې، په تېره بيا په غرونو کې د ښوان شن غر (زيړ غر) تر ټولو ډېر مشهور دی چې د نړۍ د طبيعي منظرو په نوم لړ کې يې اول درجه مقام خپل کړی، د چينايانو تر منځ د دې غره په هکله داسې يوه اصطلاح هم شته، که انحوی ته ولاړ شئ او د ښوان شن غر ونه ګورئ دا په دې مانا چې د انحوی ولايت مو هيڅ نه دی ليدلی، د يونېسکو سازمان لخوا د ملګرو ملتونو تاريخي طبيعي ميراثونو په لېست کې هم شامل شوی دی، د دې ولايت هسکې ټيټې غرونه رغونه ټول په شنو ونو چې ځينې طبعي او ځينې يې د حکومت او خلکو په مټ زرعه شوي دي. چېرې به سپېره دښته او غر په نظر در نشي، لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه انحوی ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د ګرځندويانو د ډېر علاقې خوښې وړ ځای دی، د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو د زيات تګ راتګ له امله په دې ولايت کې شپږ هوايي ډګرونو موجود دي، ځنګلونو يې د هوا او چاپېريال په پاک ساتنه کې څرګند اغېزمن رول ادا کړی، د چين يو له مهمو لويو کرهڼيزو ولايتونو څخه دی، کله چې الوتکه د انحوی ولايت په اسمان کې هوايي ډګر ته نژدې او ټيټږي نو د الوتکې له کړکۍ څخه هر ليدونکي ته څرګنديږي چې انحوی ولايت څومره ښېرازه او له زراعتي پلوه شتمن دی، چې د هېواد په اقتصاد کې يې ستره ونډه لرلې، مهم کرهڼيز پيداوار يې عبارت دي، غنم، جيوار، وريژې، وربشې، مالوچ، کچالو، لوبيا، شين چای ډول ډول مېوو باغونه او غرونه يې د چارتراشو ونو پرځنګل پوښل شوي.

د انحوی په ولايت کې يو ډول ځانګړی کاغذ په پخوانيو دوديزو لارو چارو توليديږي چې شونجه نوميږي دا کاغذ ډېر مشهور او ښه نوم لرونکی دی، کيفيت يې تر نورو هر ډول کاغذونو اوچت او له زياتو کلونو وروسته بيا هم خپل خاصيت له لاسه نه ورکوي، ډولونه يې بېلا بېل دي، ځينې يې ډېر ښه بوی هم لري، په بېجينګ کې مې د شونجه کاغذ له يو نندارتون څخه ليدنه کړې وه کوم چې د چين قومي کولتور په لوی تالار کې جوړ شوی و بيه يې د عادي کاغذ په پرتله لوړه وه. څه موده وروسته موږ د نوموړي کاغذ د جوړولو عمده سيمې او فابريکې ليدلو د شونجه سيمې ته ولاړو چې د يو ډول ځانګړيو ونو له پوست څخه جوړيږي چې په ياده سيمه کې هغه ډول ونې ډېرې زياتې دي. زه د چين نړيوالې راډيو د نورو همکارانو او ملګرو په ملتيا، د روان کال ٢٠١١زېږديز د مې په اوولسمه نېټه د شونجه کاغذ جوړولو فابريکې ليدلو د انحوی ولايت ته ولاړم زموږ د سفر اصلي هدف هم د همدې کاغذ جوړول له نژدې نه ليدل و کوم چې په ټول چين کې د اوږد تاريخ او ښه نوم لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای