له دې وروسته هم دوی خپل مزل ته دوام ورکړ او يو سيند ته ورسيدل. دوی پريکړه وکړه چې ودرېږي او د لږ وخت لپاره تفريح وکړي. همدا وهل شوی سړی ډېر تږی و، نو د سيند په غاړه اوبو ته ورنېږدې شو، په لپې سره يې اوبه څښلې، خو له بده مرغه ناڅاپه سيند ته ورولويد چې نژدی و مړ شي. خو ملګري يې دی پر وخت له سيند څخه راوويستلو او وژغورلو. هغه له ژغورل کيدو وروسته پر يوې کلکې ډبرې باندی وليکل چې نن مې خپل ملګری زما ژوند وژغورلو.
نو د ده ملګري له هغه نه پوښتنه وکړه چې ولی ما تاسو ووهلئ، تاسو په شګو ريګ باندې وليکل او اوس مو ډبره کې وليکل؟ هغه ځواب وکړ چې کله ملګری بل ملګري ته زيان رسوي، بايد په ريګ کې وليکل شي، ځکه چې باد به هغه ړنګ او له ځان سره يوسې. خو که ملګري له بل سره مرسته کوي، هرومرو د هغه نيکي د زړه په ژور ځای کې بايد وساتل شي، تيز باد به دغه يادونه هم رړنګ نشي کړی. د ملګرو تر منځ زيانونه هميشه بی نيت شته، مرسته خو د زړه له کومی تر سره کېږي. نو بايد زيانونه هير کړئ او مرسته ياد کړئ، نو تاسی به پيدا کړئ چې په نړۍ کې زيات شمېر ملګري ولرئ.
دوستی او ملګری د ژوند سوغت دی. دوستی خپل ځانګړی اهميت لری چې خنداوې، ملاتړ، عدلانه، باور، مل کول، همداردی او داسی نور دی. کله چې موږ نورو ته دوستی ورکوو، موږ به دوستی تر لاسه کړو، نو دوستی ځان ته د سوغت په توګه ګڼل کيدای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |