CRI Online

د پنجشنبه ورځ، د مې نولسمه:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:12:05

نن ورځ مو بيا هم سهار د پرون په شان د ځانګړي کاغذ جوړولو، حکومتي فابريکه ده د نوموړې حکومتي فابريکې له مرستيال سره د چين نړيوالې راډيو د ويډيو ډيپارتمنټ خبريالان مرکه کوي، نو زما لپاره دلته وخت دی چې د کاغذ جوړولو فابريکې په نورو برخو وګرځم او په ځينو نورو مالوماتو ځان پوه کړم، د کاغذ لپاره دلته کوم اومه مواد چې د يو ډول ونې له پوست څخه کار اخيستل کيږي، د ونې د پوست پروړه د لسو مياشتو لپاره د نژدې غرونو په لمنو کې د لمر وړانګو، باران ته هواروي، له لس مياشتو وروسته يې کودې کوي او بيا ترې وروسته لويې کوټې جوړوي د نيم کال لپاره يې په همدې ډول پرېږدي، دلته د دوی په دې کار کې يو پټ راز هم شته، چې هغه دوی نورو خلکو او ګرځندويانو ته نه ښکاره کوي او نورې اوږدې پيچلې پروسې يې چې لکه پايکو ته د ميده کولو، پريوللو، ورژلو، په پښو باندې قدم وهلو تر څو خميره يې ښه پخه شي او د چاڼولو پروسه يې چې په ډېرو پاکو رڼو اوبو کې يې چاڼوي، تر څو له خامو موادو سره څه تېر نشي.

د کاغذ جوړولو کسب د رزګونو کلونو را په دېخوا په ياده سيمه کې نسل په نسل له نيکونو نه ورپاتې دی، تر ننه يې د خلکو تر منځ او هم په بازار کې ارزښت ساتلی بلکې اهميت او مينوال يې لا زيات شوي. په سيمه کې د نوموړې حکومتي فابريکې سربيره ځينې کورنۍ په خپلو کورونو کې هم د کاغذ په جوړولو بوخت دي، چې په کورونو کې د کاغذ جوړولو اکثره کارونه ښځې کوي.

دا ځانګړی کاغذ، جوړ شي بيا يې په بېلابېلو اندازو پرې کوي وروسته يې په ډېرو ښکلو قطيو، ډبيو کې بسته بندي کوي او سوداګر يې بيا له کليوالو رانيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای