CRI Online

د جمعې ورځ، د مې شلمه نېټه:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:13:54

د انحوی ولايت د جيانګ ولسوالۍ څخه د بلې ولسوالۍ په لور چې شه ولسوالۍ نوميږي حرکت وکړ، د موټر تر څلور ساعته مزل وروسته د شه ولسوالۍ ته ورسيدلو، د انحوی ولايت ډېر نور داسې په زړه پورې د هنري کولتوري تاريخي شتمنو ارزښتونو لرونکې سيلانيزې سيمې هم شته، چې په هره برخه يې ډېرې خبرې کيدلی شي، زموږ ډله نن د شه په ولسوالۍ کې ده، غواړم چې د دې ځای په هکله له موږ سره په ګډه ملتيا وکړئ.

د شه ولسوالۍ ته ورسېدو، سمدلاسه يوه کلي ته ولاړو چې لونګ چوان نوميږي، هوا دغه مهال ګرمه او د لمر وړانګې هم ډېرې تېزې لګيږي او دا د چين اوسني دولت د رئيس هوجين تاو د زوکړې کلی دی، د لونګ چوان په کلي کې د هوو کورنۍ اوسيږي د اوبو کوڅه کې روان يو، د کوڅې په منځ کې رڼې اوبه بهيږي، نو ځکه دا کوڅه د اوبو د کوڅې نوم خپل کړی دی. ويل کيږي چې پخوا په دې رود کې اوبه بهيدلې خو اوس د اورښتونو د کموالي او وچکالۍ له امله يې اوبه کمې شوي دي، په دې کوڅه ډېرې په زړه پورې پخوانۍ تاريخي او لرغونې ودانۍ شته، ځای پر ځای ډول ډول لاسي صنايع د لارو په سر پلورل کيږي، پلورنځي هم د کوڅې په دواړو غاړو دي، په کال له دې کوڅې څخه کابو دری لکه ګرځندويان ليدنه کوي، په همدې کوڅه کې د مينګ امپراتورۍ سلسلې د دفاعي چارو وزير او مشاور هوځېن شېه کور شته موږ يې ليدلو ته ورغلو، اووه نسلونو يې په دې کور کې ژوند کړی، کور ډېر لوی په همغه پخوانۍ بڼه ساتل شوی د سيلانۍ لارښودې زموږ ډلې ته په چينايي ژبه مالومات راکوي، ايله مو په يونيم ساعت کې د هوځېن شيه کور وکتلی شو. چې کابو دری سوه کاله وړاندې هغه په دې کور کې ژوند کولو، د نوموړي وزير هوځېن شيه په هکله به درته يوه لنډه په زړه پورې رښتينې کيسه هم وکړم:

روايت دی چې وايي، نوموړی وزير يو ډېر مدبره هوښيار شخص و، او د امپراتور ډېر د باور وړ و، دغه وزير په ځانګړي توګه د پوهنې سره ډېره مينه درلوده او د پوهنې مينوال به يې تل نازول. نو ځکه نن دلته په دې کلي کې زده کړې ته تر څه ډېره توجه او لومړيتوب ورکول کيږي او دا د همغه نوموړي وزير له پوهنې سره د مينې وجه او اغېزه ده. دغه وزير د دې تر څنګ چې د امپراتور د دفاع وزير و هغه ته يو ښه مشوره ورکوونکی هم و، امپراتور به هر وخت ورسره د مملکت پر ځينو مسايلو مشورې کولې او د ده نظر به يې پوښتلو، په چين باندې د جاپاني يرغل په وړاندې يې د ملک نه په مېړانې او پوره حوصلې دفاع وکړه، خو يو وخت داسې هم راغی چې امپراتور په نوموړي وزير باندې بې ځايه بدګومانه شو، د زندان تورو تمبو ته يې واچولو، په داسې حال کې چې نوموړی وزير له هر ډول ګناه او خطا څخه پاک و، بلاخره نوموړی بيچاره وزير په زندان کې وفات شو، د هغه له وفات وروسته امپراتور د هغه پر بې ګناهۍ هم پوه شو خو خبره له خبرې تېره وه، د هغه د بې ګناهۍ اثبات او حيثيت د بېرته اعادې په غرض امپراتور فرمان صادر کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای