CRI Online

دوشنبه، د مې درويشتمه، د راډيويي سفر وروستۍ ورځ:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:17:31

نن مو د انحوی ولايت شه ولسوالۍ په شيدي ښکلي منظره لرونکي کلي کې وروستۍ ورځ ده، له سهارنۍ وروسته کلي ته ووتلو، هوا سړه، پاکه، د طبيعت ښکلاګانو رنګا رنګۍ زړونه الوتل غواړي، اسمان ورېځو پوښلی خو باران نه اوريږي، د دې کلي کورونه جلبوونکي ځينې يې ترميم خو په هماغه پخوانۍ بڼه ساتل شوي دي، زما خو د تللو ترې هيڅ زړه نه کيږي، د کلي د جوړښت جذابيت داسې ښکاري لکه په لاس جوړ شوي انځورونو کې، د يو ژوندي موزيم په شان، ژوندی تاريخ هر ليدونکي ته وړاندې وي، لرغونې پخوانۍ ودانۍ، لرغوني تاريخي توکي، لاسي صنايع، د خلکو رسم و رواج، جامې او سيمه ييز خوندور خوراکونه. خو خوراکونه په زړه برابر نه و، دوی به ښه په خوند خوړل او ما يوازې ترکاري، سابه او شوله ډوله بې مالګې وريژې.

د دې کلي د کورونو پېرو پلور د حکومت له خوا په کلکه منع دی، د کورونو اوسني څښتنانو ته يوازې نسل په نسل له خپلو پلرونو په ميراث ورپاتې دي، د کلي بهر بزګران په کروندو کې په کارونو لګيا دي، ډېری بزګران اوس مهال د شولو په نيال کولو بوخت ليدل کيږي، په کلي کې ډېری بزګران کرکيله په غوايانو کوي، وريژې، غنم، لوبيا، بېلابېل ډول سبزيجات ددې سيمې پيداوار دي.

له غرمنۍ وروسته دوولس بجې د شيدي له کلي بېرته انحوی ولايت مرکز هفۍ ښار د هوايي ډګر په لور مو حرکت وکړ، د ښکلي انحوی د طبيعي ښکلاګانو منظرې مو تر شا پرېښوې، او ور څخه د يو جهان يادونو له شيدي کلي سره خدای پاماني وکړه، مازيګر مهال د هفۍ ښار هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته پنځه نيمې بجې د بېجينګ په لور الوتکه والوتله، يو نيم ساعت وروسته بيا مو ځانونه د بېجينګ په ګرمه هوا کې ليدل.

په دې سفر کې موږ ټول اته کسان و، اووه ورځې مو له ملګرۍ نه ډکه فضا کې لرلې، له ټولو څخه مننه په تېره بيا زموږ د سفر له مشرې اغلې شُو شَوچون. او اغلې هيلې د پښتو څانګې له همکارې څخه چې زما سره يې د ډوډۍ او خوراکونو په برخه کې ډېره مرسته کوله.

موږ په دې سفر کې يوازې د انحوی ولايت له يوې وړې سيمې څنډې څخه شپږ ورځينۍ لنډه ليدنه وکړه، له دې نه اټکل کېدلی شي چې د انحوی ټول ولايت به د نورو څومره ښکليو منظرو د تاريخي اثارو ځايونو لرونکی وي چې هر ليدونکي د وسپنکښ په څېر ځان ته ورکاږي، کله نا کله د هغو سيمو طبيعي ښکلاګانو منظرې مې لا د خيال په پردو کې اوس هم راځي او انحوی ته مې له ځان سره بيايي او کله خو په خوبونو کې د انحوی ولايت په هغه ښکلو درو کې ځان ورک ګورم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای