CRI Online

په بېجينګ کې د بهرنيو اوسيدونکيو د يوان شياو په نامه اختر ونمانځه

cri     (GMT+08:00) 2012-02-14 09:33:18


د چيني أشپزانو ترلاښوونې لاندې يوان شياو خواړه جوړوي

يوان شياو اختر په تيريدو سره د پسرلني اختر ټول بهير هم پای ته ورسيد،د روانې مياشتې په ٣ مه نېټه يو شمېر بهرنيان چې له جاپان، د کوريا جمهوريت، مغولستان، نيپال او پاکستان څخه چين ته راغلي ، د بېجينګ تر ټولو جګې ودانۍ يعنې د مرکزي تلوزيون ټاور په تالار کې راغونډ شول او له چيني سيلانيانو سره يوځای يې معماوې حلولې او ځوابونه يې ورکول، د يوان شياو په نامه د چين د عنعنوي خوراک يې جوړ کړ او د پنځلسمې سپوږمۍ ننداره يې په ګډه سره کوله ،د اختر نمانځنې په شوق او ذوق کې سره ډوب ول خوښي کوله.


پخپل جوړشوي يوان شياو خواړه ډېره خوندوره ده


د يوان شياو د جوړولو ترڅنګ په خوشاليو سره يوځای غږيږي

دلته بهرنيو دوستانو د چيني أشپز انو تر لارښوونې لاندې يوان شياو خواړه جوړ کړل او په نا روانه چيني ژبه يې معماوې حلولې ، ځينو هم په زړه پورې ننداره اجرا کولې. نيپالي دوست هم د چين نړيوالې راډيو د انټرنېټي تي وي(TV) ژوندۍ خپرونې په وسيله د کانفوسيوس د چيني ژبې ښوونې د ټولګي له زده کوونکو او ښوونکو سره ويډيويي خبرې وکړې چې دوی ته يې په چين کې د اخترونو توده فضا وړاندې کوله. په روان فعاليت کې بهرني ګډون کوونکي ټول د چين نړيوالې راډيو کارکوونکي او د دوی خپلوان و . دوی وويل چې دا د دوی لپاره يو نه هيريدونکې تجربه وه.


دا معما مې په سمه وحلوله!

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای