کله چې مسافرين د هوايي ډګر د امنيتي څارنې له ځايه د تېرېدو په وخت کې، کله نا کله ځينې اوسپنيزې روپۍ د دوی له جيبونو او يا کڅورو څخه ځمکې ته لوېږي، دغه راز دوي غواړي چې څارنه ژر ترسره شی ، نو ځيني روپۍ هېريږي . که څه هم دغسې روپۍ کمې دي ، خو له ډېرو کلونو راهيسې يوه لويه اندازه زيرمه راغونډه شوې ده.
د امريکا د ترانسپورټي امنيت ادارې د يو راپور له مخې، په ٢٠١٠ کال کې د امريکا په ټولو هوايي ډګرونو کې د راغونډ شويو روپيو ارزښت څلور لکه او نهه زرو امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی. اوسنۍ ستونزده دا ده چې دغه پيسې څرنګه او چېرته استعمال شي؟ د امريکا پارلمان پرېکړه کړې چې دغه پيسې په هوايي ډګر کې د امنيت ساتلو لپاره مصرف شي، خو دغه پرېکړه لانجمنه وه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |