CRI Online

په بريټانيا کې نژدې دوه مليونه او اوه لکه تنه بې دندې دي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-26 09:25:59

د بريټانيې د پوست ورځپاڼې د خبر له مخې، د بريټانيې د شمېرنې ادارې څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړی چې له مخې يې په بريټانيا کې يو مليون دری لکه کسان دايمي دنده نه لري او د بې کاريانو شمېر هم له اوولسو کلونو راهيسې ډېر زيات دی چې نژدې دوه مليونه او اوه لکو تنو ته رسيدلی دی.

د برېټانيې د شمېرنې د دولتي ادارې د شمېر له مخې، د ٢٠١١ کال له نومبر څخه د ٢٠١٢ کال تر جنورۍ پورې په دغه هېواد کې د بېکارانو شمېر نور اته ويشت زره تنه زيات شوی چې پکې دوه ويشت زره تنه ښځې دي. له دې نه پرته ، د دې شمېر له مخې، د ښځينه بېکارانو شمېر يو مليون يو لک او دېرش زرو تنو ته رسيدلی دی.

په يونان کې ډېرې کورنۍ په سخت بېوزليتوب کې پاتې دي

د بريټانيې د روغتيا ورځپاڼې د خبر له مخې، د اقتصاد د دوامدارې ترينګلتيا له امله، په يونان کې ډېرې کورنۍ په سخت بېوزليتوب کې پاتې دي او ډېر ماشومان د وږۍ له امله په سپورټي کورس کې نه شي ګډون کولای.

د اټن د يو منځنې ښوونځي سپورټي ښوونکي په قول، ډېر سپورټي ښوونکي نه غواړي زده کوونکي په سپورټي کورس کې ګډون وکړي، څرنګه چې زيات زده کوونکي د سخت وږۍ په حال کې دي او شديد ورزش د دوی د سر ګنګس سبب ګرزی ور کړي، نو لازمه ده چې ښوونکی بايد په جدي توګه دغې پېښې ته وګوري. څرنګه چې ډېر غريب ماشومان نه غواړي خپل حال نورو ته مالوم شي. دغه راز ډېر ښوونکي پخپله ډوډۍ خانه ته پېسې ور کوي تر څو دغو ماشومانو ته ځيني کلچې تياريانې برابرېږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای